
د کندهار د امنیې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي سلاموطندار ته وویل، نن سهار لس بجې د ارغستان ولسوالۍ د «خشک رود» سیمه کې د ملکي وګړيو موټر د سړک غاړې پرماین ختلی دی.
بارکزی وايي، په دې پېښه کې ۹ ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادولو ده چې تېره ورځ هم په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
مسوولانو د دوه ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودلی و.





