د رسنیو د امنیت ساتلو په اړه له کورنیو چارو وزارت نه د نی غوښتنه

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې (نی) په یوه خبرپاڼه کې د ارمان‌شهر راډیو او د شهربانو اوونیزې د مسوول مدیر سیدعظیم هاشمي له قوله لیکلي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې دغو دوو رسنیو ته مالي زیانونه اړولي دي.

نی له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست نه غوښتي چې د رسنیو امنیت ساتلو ته جدي پام وکړي.

نی دغه راز د بغلان له امنیې قومانداني او ملي امنیت ریاست نه هم غوښتي چې یاده پېښه وڅېړي.

د بغلان پولیسو نن سهار وویل چې په پلخمري ښار کې د یوه ماین چاودنې دو محلي رسنیو ته مالي زیان اړولی دی.

د بغلان پولیسو ویلي چې یاده پېښه بېګاه شاوخوا اته بجې شوې ده.

د بغلان پولیسو ویلي چې یاد ماین د دولت وسله‌والو مخالفانو ځای پرځای کړی و.

د ارمان‌شهر او شهربانو اوونیزې مسوول مدیر عظیم هاشمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې د دغې راډیو د ودانۍ شیشې ماتې شوې دي.

په بغلان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول فهیم نېکزاد هم د دغه ولایت له ملي امنیت ریاست او امنیې قومانداني نه د یادې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام