په غور ولایت کې سيمه ییز چارواکي وايي، چې د ياد ولایت د ښاري محکمې رییس د خپل همکار سره یو ځای د اداري فساد په تور ونيول شو.
د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي د دغه خبر د تایيد ترڅنګ زیاتوي، چې د ښاري محکمې رییس د یو همکار سره يوځای د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا نيول شوي.
خطیبي په دې اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو په اړه بې خبري وښوده.
د یاد ولایت د محکمې رییس محمد حکيم کونړی وايي، چې دغه دوه تنه د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا نه، بلکې د کابل له خوا د راغلو استازو له خوا نيول شوي.
هغه هم وویل، چې د فاروقي د نيولو په اړه نور جزيات په واک کې نه لري.
عطاالله فاروقي په داسې کې د اداري فساد په تور نيول کيږي، چې له دې وړاندې یو ځوان هلک او پېغله نجلۍ يې د غېر اخلاقي فعل کولو له امله په سل ـ سل درو ووهل.
دغه ويډيو، چې په ټولنیزو رسنيو کې خپور شو د خلکو له تندو غبرګونو سره هم مخ شو.





