د کابل له پوځي ښوونیز مرکز ۲۴۰۰ نظامیان فارغ شول

فارغ شوي پوځيانو په دغه مرکز کې شاوخوا دوه میاشتې پوځي زده کړه کړې.

دغو پوليسو ته د مسلک، قانون پوهنې، بشري حقونو له فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زده کړه ورکړل شوې.

د کابل پوځي مرکز قوماندان جنرال امین الله پتیاني نن یکشنبه (مارچ ۲۹مه) د فارغینو په نمانځغونډه کې وویل، چې په فارغو شویو کې ۱۴۰۰سرتیري او پاتې نور یې برید ملان، ټيم مشران او بلوک مشران دي.

پتیاني زیاته کړه، چې فارغ شوي پوځيان به په ۲۰۱،  ۲۰۳ ، ۲۰۵، ۲۱۵ قولو اردوګانو، ۱۱۱مه فرقه او ضربتي لوا کې پر دندو وګومارل شي.

په همدې اړه یو شمېر فارغ شوي پوځيان وایې، چې دوی به په زړه ورتیا خپلې دندې ته دوام ورکوي.

دوی د کابل په پوځي مرکز کې د پوځي تجهیزاتو کموالی یوه ستونزه بولي او غوښتنه کوي، چې د نورو پوځي زده کوونکیو له راتګ وړاندې باید شته ستونزې هوارې شي.

بل خوا د کابل پوځي مرکز د ښوونې او روزنې او د کړنلارې قوماندان جنرال محمد حبیب اصغري وایې، چې د ملي اردو په ښونیزه برخه کې لومړیتوبونه او اړتیاوې په نښه شوي او د حل په لټه کې یې دي.

ښاغلی اصغري زیاتوي، چې د پوځي زده کړو د معیاري کولو هڅې روان دي.

نوموړي پرفارغ شویو پوځيانو غږ وکړ، چې د د ندو پر مهال دې خپل هېواد او خاروې ته رښتیني وي.

فارغو شویو پوځیانو سلام وطندار ته وویل، چې د هېواد په هر ګوډ کې خدمت کولو ته چمتو دي. 

اصغري په پوځي دنده کې د سولې ساتنه، له جنګ نه سخت کار وباله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام