
افغان حکومت او طالبانو په تېر کوچني اختر کې درې ورځ اوربند وکړ چې پر مهال یې طالب جنګیالي ښارونو ته راغلل او دولتي مامورین هم خپلو کلیو ته لاړل.
ویل کېږي چې په یادو درې ورځو کې د چا پزه هم وینې نه شوه او هېڅوک هم و نه وژل شول.
افغانانو سږ کال هم په اختر کې اوربند غوښته، خو د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کوچني اختر په اړه په خپل پیغام کې ویلي چې ډله به یې تر هغې جګړې ته دوام ورکوي، څو خپلو موخو ته نه وي رسېدلي.
امریکایانو او یوشمېر افغان سیاستوالو د قطر او مسکو په غونډو کې هم پر اوربند ټینګار کاوه، خو طالبان ورته حاضر نه شول.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبان سره له دې چې افغانان، افغان حکومت او سیاستوال یې اوربند غواړي، دوی ولې ورته نه حاضرېږي؟
یوشمېر سیاسي او نظامي شنونکي وايي چې د طالبانو ملاتړو هېوادونو طالبانو ته د اوربند کولو واک نهدی ورکړی.
د دوی په وینا، اوربند د طالب جنګیالیو په اراده کې بدلون راولي او مشران او ملاتړي یې دا وضعیت نه غواړي.

د نظامي چارو شنونکی میرزامحمد یارمند باور لري چې د طالبانو ملاتړو هېوادونو دې ډلې ته د اوربند کولو اجازه نهده ورکړې، خو د نظامي چارو یو بل شنونکی جاوید کوهستاني بیا وايي چې طالبان ځکه اوربند ته نه حاضرېږي چې غواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره پر امریکا فشار راوړي. نوموړی ټینګار کوي چې د اوربند په اعلان سره به د جګړې په ډګر کې د طالب قوماندانانو او جنګیالیو اوسنی ذهنیت بدل کړي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محمداکرم عرافي وايي چې طالبان د ډېر امتیاز په لټه کې دي او همدا لامل دی چې اوربند ته نه حاضرېږي.
خو یو پخوانی طالب چارواکی وحید مژده بیا له سلاموطندار سره په مرکه کې وویل چې طالبان د اوربند اعلانولو په اړه شرعي لید لري او باور لري چې د امریکايي ځواکونو په موجودیت کې د اوربند اعلان د شرعې خلاف عمل دی.
د نوموړي په وینا، د دې ډلې د تېر کال اوربند د طالبانو په منځ کې ځینې پوښتنې پیدا کړې چې د دې ډلې جګړه یې هم له پوښتنې سره مخ کړه او همدا لامل و چې مشرانو یې د اوربند اعلان ناسم کار وباله.
مژده زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې اترې هم لامل شوي چې طالبان پر جګړې ټینګار وکړي او په یاده پروسه کې ډېر امتیاز واخلي.





