.jpg)
د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عوض نذیري وايي، چې د ډنډشهاب الدین سیمه یو ځل بیا وسله والو طالبانو ونیوله.
نذیري وايي، چې دوی د یادې سیمې د پاکوالي له پاره پوره چمتووالي لري.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، هر کله چې حکومت یوه سیمه له وسله والو طالبانو پاکوي، خو د هماغې سیمې د ساتنې له پاره بیا تدابیر نه نیسي.
د دغه ولایت ځايي مسوولین وايي، چې وسله والو طالبانو په ډنډشهاب الدین سیمه کې پرون ګهیځ (سه شنبه) د امنیتي ځواکونو په پوستو یرغلییز بریدونه کړي دي او تراوسه پورې یې یوه اندازه پرمختګ هم کړی دی.
خو مل پاسوال محمد عوض نذیري بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې تکتیکي شاتګ کړی دی او زیاتوي، چې دوی په دې سیمه کې د پراخو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.
له بل لوري د بغلان ولایت ځېنې اوسېدونکي د ناامنیو د زیاتېدو او د وسله والو طالبانو له خوا د ډنډشهاب الدین سیمې د نیولي په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې سیمه ییز حکومت د وسله والو طالبانو په نابودولو کې ناتوانه دی.
.jpg)
شفیق الله او فرهاد د دې ولایت دوه تنه اوسېدوونکي دي؛ دوی وايي، چې حکومت په دې سیمه کې د وسله والو طالبانو د نابودولو له پاره په زیات لګښت سره نظامي عملیات وکړل، خو د سیمو د ساتلو له پاره یې هیڅ ډول اقدام ونه کړ.
دوی وویل، چې طالبان یوځل بیا له غرونو د ښارونو څنډو ته ځانونه رارسولي دي.
د دوی په خبره، د بغلان سیمه ییز حکومت باید د وسله والو طالبانو د نابودلو له پاره ژر لاس په کار شي.
د بغلان ولایت د ډنډشهاب الدین سیمه په داسې حال کې د وسله والو طالبان لاسته ورځي، چې دوه میاشتې مخکې په سیمه کې د طالبانو د ځپلو او نابودلو له پاره د خورشید ۲۰ په نوم پراخ عملیات پلان او پیل شول.
د دې عملیات په ترڅ کې شاوخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان ټپیان او ووژل شول.
دغو عملیاتو شاوخوا ۴۰ ورځې دوام وکړ.





