د کندوز والي غصب کړې ځمکه د ولایت په چارواکو وېشلې

د کندوز والي اسدالله عمرخېل د دې ولایت په مرکز کې د سردورې ښارګوټي یو جریب شنه سیمه غصب کړې او د ولایت ویاند، منشي، د سکتور ریاست سرپرست، د ولایت د عامه پوهاوي مسوول او د پولیسو څلورمې حوزې امر ته توضیع کړې ده.

په کندوز ولایت کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، والي اسدالله عمرخېل دا ځمکه د ولایت منشي میرویس احمدزي، د مقام ویاند او د سکتور ریاست سرپرست سید محمود دانش، د ولایت د عامه پوهاوی مسوول نعمت الله تیموري، او د پولیسو څلورمې حوزې امر خالدالدین خالد ته توضیع کړې ده.

د دې ځمکې د ابادولو چارې د مدني فعالانو او اعتراض کوونکو له غوغا کولو وروسته تېره ورځ درول شوي دي.

د کندوز ولایت یو مدني فعال عنایت الله خلیق د کوم غاصب نوم نه اخلي؛ خو وايي، دا ځمکه د کندوز ولایت د باصلاحیتو چارواکو له خوا غصب شوې ده.

د دې ولایت د پولیسو څلورمې حوزې امر خالد الدین خالد د سردورې ښارګوتي د ځمکې په غصبولو کې خپل لاس لرل ردوي؛ بلکې وايي، نوموړي دا ځمکه د غاصبانو له منګولو ژغورلي او اوس یې دسیسه ورته جوړه کړې ده.

دغه راز د ولایت مقام منشي میرویس احمدزي، د ولایت د عامه پوهاوي مسوول نعمت الله تیموري دغه ادعاوې ردوي او وايي، په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

د کندوز د والي ویاند او د سکتوري ریاست سرپرست سید محمود دانش سلام وطندار ته وویل، د والي له خوا د ځمکې غصب په برخه کې هېڅ ډول اسناد موجود نه دي.

دانش وايي، پر ده د غصب ادعا یوازې د مخالفو او حسدو ډلو کار دی.

د کندوز والي ځمکې غصب کړي دي

له دې مخکې هم سلام وطندار راپور خپور کړی و، چې پربنسټ یې د کندوز والي اسدالله عمرخېل د خپلواکو مدافعو وکیلانو ټولنې ځمکه غصب کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام