.jpg)
د کندوز ولایت په کلای ذال ولسوالۍ کې پر نشو روږدو کسانو د درملنې یو روغتون د ملي اردو سرتیرو په یو قرارګاه بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې هغه روغتون، چې دوه کاله وړاندې د کندوز په کلای ذال ولسوالۍ کې د روږدو کسانو درملنې په موخه جوړ شوی و او اوسمهال د ملي اردو سرتېرو پر نظامي فعالیتونو بدل شوی دی.
د نشه يي توکو پر ضد مبارزې وزارت مسوولین د عامې روغتیا وزارت چارواکي تورنوي او وايي، چې په دوو کلونو کې ونه توانیده دغه روغتون فعال کړي.
د کندوز د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې رییس عبدالبصیر مرشد وايي، دغه روغتون ځکه په دې ولسوالۍ کې جوړ شوی چې په ټوله کې له ۳۰ زرو روږدو کسانو ۱۷ زره يې په دې ولسوالۍ کې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې " له دوو کلنو راهیسې پر نشو روږدو کسانو د درملنې۲۰ بستریز روغتون د نشه یې توکو پرضد مبارزې وزارت د ښو کارکړنو د ستاینې پروګرام له بودیجې موږ جوړ کړی، موږ ډیرې هڅې وکړې خو د عامې روغتیا زوارت له بده مرغه تراوسه په هغو روغتونونو کې روغتيايي خدمتونه، نه دي فعال کړي."
مرشد خبرداری ورکړ، چې که روغتون ته پام و نه شي نو بیا به په ټوله کې د ملي اردو له شتمنیو وګڼل شي.
.jpg)
خو د کندوز ولایتي شورا غړی عبدالحکیم سادات وايي، چې اوس هم د دغه روغتون ودانۍ د پوځي سرتیرو په سنګر بدله شوې ده .
د سادات پروینا، په دې ولسوالۍ کې پر نشو روږدو کسانو شمیر هره ورځ مخ پر زیاتیدو دی، خو حکومت ددغو روږدو کسانو درملني ته لیوالتیا نه لري.
په همدې حال کې د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د کافي بودیجې نشوالي له امله دغه روغتون ته پام نه دی شوی.
د کندوز عامې روغتیا رییس سعد مختار وايي، هڅه کوي دغه روغتون تمویل کړي او بیرته یې ورغوي.
دی زیاتوي، چې پر نشو روږدو کسانو د درملنې روغتون ساتلو له پاره اړینې اسانتیاوې نه لري او هڅه کوي ودانۍ ملکي کسانو ته وسپاري.
د دغه روغتون ودانۍ د امریکا سفارت له نشه يي توکو سره د مبارزې او قانون تطبیق نړیوالې ادارې په مالي لګښت جوړه شوې، چې ۲۰ بستره لري او ۱۴ میلیونه ډالره پرې لګښت راغلی.





