
ځېنې شنونکي وايي، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو باور خپلولو په برخه کې پاتې را غلی دی او روسیه دې ته اړه شوې، چې په دې برخه کې د طالبانو سره اړیکې ښیې کړي.
د دغو شنونکو په باور په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو روسیه له ګواښ سره مخ کړې ده او د دغې وېرې ختمولو له پاره روسان د طالبانو سره مرستې کوي.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هېواد په شمالي برخو کې د داعش ډلې فعالیتونو روسیه او هم ګټي هېوادونه یې اندېښمن کړي دي
په هدې حال کې روسیې هېواد په دې وروستیو کې په تاجکستان کې خپل نظامي موجودیت پیاوړی کړی دی.
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي، چې هېواد یې د طالبانو سره ګډې ګټې لري او له دغې ډلې سره د معلوماتو د تبادله کولو په حال کې دي.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګو د تاجکستان دفاع وزیر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د داعش حضور د دغه هېواد له پاره ګواښ دی.
د سیاسي چارو شنونکی کابل خان تدبیر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د افغان حکومت ناتواني او اشتباه په دې کې ده، چې د داعش ډلې سره د مبارزې په برخه کې یې د سیمې هېوادونو ته ځان نه دی ثابت کړی.

د ده پر خبره، د سیمې هېوادونو د داعش ډلې سره د مبارزې ځواک په طالبانو کې ویني.
خو له بله لوري د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاوش وايي، چې داعش ډله په افغانستان کې د پام وړ قدرت نه لري، په داسې حال کې چې طالبانو یو باالقوه ګواښ دی.
دی وايي، چې د طالبانو تجهیزول او له دوی څخه ملاتړ کول زیات ګواښونکې ده.
په افغانستان کې له یو کال راهیسې داعش ډله د پام وړ فعالیت لري او د افغانستان په چارو کې د روسیې استازی وايي، چې د افغانستان او پاکستان وسله وال طالبانو ابوبکر البغدادي په رسمیت نه پېژني.
که څه هم د افغان حکومت مشران وايي، چې د داعش ډلې اورپکي د افغانستان او پاکستان هېوادونو پخواني طالب چارواکي او کسان دي، چې سپین بیرغونه یې په تورو بیروغونو اړولي دي.





