د برېښنا شرکت: ۲۵ دولتي ادارې نږدې ۳ ميليارده افغانۍ پوروړي دي

د افغانستان د برېښنا شرکت د هغو دولتي ادارو نومونه افشا کړل، چې د برېښنا پېسې نه ورکوي.

په دغه خپور شوي لیست کې د پوهنې، لوړو زده کړو، ترانسپورت، د مخابراتو، کرنې، ټولګټو، عامې روغتیا، کانونو او ځینې وزارتونه شامل دي.

د بریښنا شرکت د رسنیو او عامه اړیکو مسوول وحید توحیدي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه دولتي ادارې نږدې درې میلیارده افغانۍ د بريښنا پیسې پوروړي دي، چې تراوسه پورې یې نه دي ورکړي.

توحیدي زیاته کړه، هغه دولتي شرکتونه چې د بریښنا پیسې نه ورکوي د بريښنا له پرې کیدو سربیره به ۵ سلنه جریمه هم شي.

د توحیدي پروینا په ژمي کې د بريښنا د پرچاوي اصلي لامل د بريښنا د محصول نه ورکول او د بريښنا ډیرکارول دي.

د افغانستان بريښنا شرکت چارواکي د برېښنا په لکښت کې د زیاتوالي اصلي لامل د بهرنیو اسعارو د بیې لوړوالی بولي او زیاتوي، دغه شرکت هرکال د ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له بهرڅخه بريښنا را واردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام