پر لښکرګاه د وسله والو طالبانو بريدونه ورځ تر بلې زیاتيږي

وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولایت د واشير ولسوالۍ سربېره د مارجې ولسوالۍ پر تریخ ناور سيمه هم بريدونه وکړل.

دولتي ځواکونه وايي، چې د دې بريدونو مخه يې نيولې او وسله وال يې په شاه کړي دي.

په داسې حال کې، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يواځې د امنيې قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ د دولتي ځواکونو په واک کې پرې اېښي او پرې بريدونه کوي او نورې ټولې سيمې يې د دې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

زموږ خبريال صفت الله زاهدي د پېښې سيمې تللی او وايي، پر لویه لاره ويره خپره وه، ټول امنيتي ځواکونه په امنيتي پوستو کې ځای پرځای وو، د ځواکونو په څېرو کې د جګړې پوره چمتو والی ليدل کېدل او خلک هم په موټرو کې د کډو بارولو په حال کې وو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معین فقيري وايي، چې دوی د ټولو امنيتي ځواکونو سره کلکه همغږي لري، ترڅو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي.

هغه وايي، دوی به هڅه وکړي چې د دې ولایت په باباجي، مارجې او شمالي ولسوالیو کې د هوايي ځواک سربېره له توپچي او پياده ځواکونو نه د سيمې امن کولو له پاره کار واخلي.

اخوا په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی جبارقهرمان وايي، چې دوی به هڅه وکړي د هلمند د وګړو ستونزې له ولسمشر سره شريکې کړي.

د ویلو ده، چې د مارجې ولسوالۍ پراخې دښتې د هلمند په هغو سيمو کې شمېرل کيږي، چې د دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران څخه وسله وال طالبان کولی شي په ازاده توګه تګ را تګ وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام