امنیه قوماندانۍ: د تېرې شپې برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه ټپيان دي

د کابل امنیې قوماندان سالم احساس نن ورځ (جمعه) د تېرې شپې برید په اړه خبري غونډه کې وویل، چې د کابل پولیسو په ښار کې د الکولو او نشه‌يي توکیو کاروبار پرضد د څارنوال په حضور کې اقدام کړي دي، چې په نتیجه کې ۲۴ هټۍ تړل شوي، ۲۶ تنه د دې کاروبار په تور نیول شوي دي.

احساس وویل، پولیس د عملیاتو پرمهال د نشه‌يي توکیو کاروباریانو د یو بانډ له‌خوا وسله‌وال مقاومت سره مخ شوي، چې په پایله کې د دې بانډ حسین نومی ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی. امنیې قوماندان وویل، حسین له ۹۴ کال راهیسې د څارنوالۍ په حکم پولیس یې په لټه کې و، چې تېره شپه د همدې عملیاتو پرمهال د پولیسو لاس ته ورغی.

په دې عملیاتو کې ۲ میله کلاشینکوفونه هم نیول شوي دي.

سالم احساس خبریالانو ته وویل، د دغه بانډ له‌خوا خلک تحریک شول او په نښته کې د وژل شوي کس جنازه یې د اعتراض په ډول سړک ته راوویسته چې پولیس د هغوی د امنیت خوندیتوب په موخه په ساحه کې وګومارل شول؛ له بده‌مرغه د اشوب ضد پولیسو باندې ځانمرګی برید شو او په پایله کې یې ۱۳ پولیس وژل شوي او د ۲ ولسي خلکو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپيان دي. 

لومړني معلومات:

دا په نوي میلادي کال کې په کابل ښار کې لومړنی خونړی برید دی چې پولیس په کې په نښه شوي وو.

ځینو حکومتي سرچینو رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې په دغه برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپيان دي. دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بیا وايي، چې په پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ تور ټپيان دي.

پېښه تېر ماښام د نهمې امنیتي حوزې مکرویانو کې بنايي ته څېرمه هغه مهال په لیسو شوې، چې امنیتي سرتېري له اعتراض کوونکیو سره په خبرو بوخت او سیمه یې کلا بنده کړې وه.

امنیتي سرچینو ویلي په مړو او ټپيانو کې ولسي خلک هم شامل دي.

اعتراض کوونکي وروسته له راپورته شول، چې پولیسو د الکولو او نشه‌يي توکیو د کاروبار پر ضد عملیات وکړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې شپې برید په سختو ټکو غندلی او په خپرې شوي اعلامیې کې یې ویلي:«جنایتکاران باید پوه شي چې له خپلو دغو اسلامي او انساني ضد اعمالو سره به د هېواد په هیڅ نقطه کې خوندي پاتې نشي او د هېواد د زړورو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به له ځپونکي او سخت ځواب سره مخ شي.

جمهور رئیس غني د دغه وحشیانه برید د سخت غندلو پرمهال د هېواد امنیتي ارګانونو ته د دغې تروریستي پېښې د څرنګوالي د ارزونې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.»

د برید مسوولت داعش وسله‌والې ډلې اخیستی او حکومتي لوري ته یې د درنې مرګ ژوبلې خبره کړې ده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام