د خواجه‌عمري پر ولسوالۍ د طالبانو برید؛ ولسوال، د امنیت امر او ګڼ ماموران وژلي

د غزني د امنیې قوماندانۍ امنیت امر رمضان علي محسني وايي، بېګا وسله‌والو طالبانو د خواجه‌عمري ولسوالۍ پر ودانۍ او ګڼ شمېر کليدي پوستو ډله‌ييز بريدونه کړي چې د خواجه‌عمري ولسوال او امنیت امر په ګډون ۱۴ دولتي ماموران په‌کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي‌دي.

د غزني امنیت امر زیاتوي، دغو بریدونو کې ۴۰ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي.

د غزني امنیه قومندان جنرال محمدزمان وويل چې په‌دې جګړه کې د ولسوالۍ يوه برخه سوځېدلې؛ خو د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال زمان دا خبر تاییدوي او د طالبانو د مرګ‌وژوبلې ترڅنګ د خواجه‌عمري ولسوال او امنیت امر په ګډون د ولسوالۍ او ملي امنیت یو شمېر کارکونکيو د وژل کېدو خبر ورکوي.

نوموړی وايي، د یوه راکټ لګېدو له امله د ولسوالۍ ودانۍ اور اخېستی.

د ده په خبر، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او وضعیت د دوی په کنټرول کې دی.

بله‌خوا ولسي جرګه کې د غزني استازي محمدعارف رحماني د افغان امنیتي ځواکونو د قربانیانو شمېر ۱۵ ښيي. دی هم وايي چې په‌دې پېښه کې د خواجه‌عمري ولسوال، د استخباراتو مدیر او د امنیې قوماندانۍ مرستیال وژل شوي‌دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام