د افغانستان د یتیمانو د روزنتونونو مسول وايي، چې پراخ فساد د دې لامل شوی، چې بې سرپرسته ماشومانو ته پاملرنه کمه شي.
د ده پر وینا، په ولایتونو کې روزنتونونه په بد وضعیت کې دي.
د افغانستان د یتیمانو د روزنځایونو عمومي رییس تېره ورځ د (جولای په ۹مه) ماشومانو ته د ډاليو د ورکولو په مراسمو کې له روزنتونونو نه د څارنې، اصلاحاتو او د موجودو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل، هغه بودیجه، چې د ولایتونو روزنتونونو لپاره ځانګړې شوې ده، ۱۰ سلنه هم د ماشومانو پر اسانتیاوو او تجهیزاتو نه ده لګول شوې.
هاشمي زیاته کړه، چې د کوچنیانو د زده کړې، روغتیا او خوب ځای په ډېر بد وضعیت کې دي.
د هغه پر وینا، د یتیمانو روزنتونونه ۷۰ په سلو کې معیاري دي.
په ورته وخت کې د روزنتونونو ماشومان وايي، چې پخواني حکومت ورته د زده کړو لپاره وړیا بورسونه ورکول، خو اوسنی حکومت ورته پاملرنه نه کوي.
له بل لوري د هېواد د لومړنۍ ښځې "بي بي ګل" د دفتر مشره هوسۍ وردګ په دغو مراسمو کې وویل، چې د روزننتونونو جوړښت او سیستم ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
هغې وویل، چې د خدمتونو وړاندې کول یواځې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولیت نه دی او د ستونزو د حل لپاره باید له نورو وزارتونو سره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي.
د روزنتونونو د ریاست د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ زره بې سرپرسته کوچنیان ژوند کوي، چې یواځې ۱۰ سلنه هغه یې په شخصي او دولتي روزنتونونو کې د روزنې لاندې نیول شوي دي.





