.jpg)
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په پام کې ده افغان پوځ ته نورې جنګي الوتکې هم وسپارل شي.
ده د افغانستان دفاع وزارت نوي وړوکي پنټاګون د ودانۍ په پرانست غونډه کې د دغو الوتکو په اړه نور جزیات وړاندې نه کړل، خو يوازې له امريکا، کاناډا، جرمني، اسټرالیا او په هېواد کې د نورو ۴۰ میشتو هېوادونو څخه مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې افغان حکومت ته د ډهلي له لوري ۳ جنګي الوتکې ورکړل شوې؛ چې تېره اوونۍ د یاد هېواد صدراعظم نريندرا مودي د نوي پارلمان ودانۍ په پرانست غونډه کې دغې الوتکې په رسمي ډول افغان حکومت ته د سپارلو اعلان يې وکړ.

ولسمشر د هندوستان څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې څلورمه الوتکه به يې هم ډېر ژر د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شي.
غني په خپله نننۍ دوشنبه (ډسمبر ۲۸مه) وینا کې دا هم وویل، چې افغان حکومت ته هيڅوک سوله نه شي ډالۍ کولای، بلکې په وينا يې دا د افغانانو مسلم حق دی او باید تر لاسه شي.
اشرف غني د سولې ډالۍ کولو مطلب يوځل بیا په داسې حال کې را اوچتوي، چې تېره ورځ د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف کابل ته راغلی وو او د سولې په اړه يې د افغان چارواکو له بېلابېلو مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې اوسمهال د افغان حکومت پر وړاندې يو رواني جنګ پېل شوی او په وينا يې ویل کيږي په حکومت کې داسې کړۍ شته، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پوځي عملياتو ته اجازه نه ورکوي.
هغه وویل، چې د پوځي عملیاتو له پاره پريکړه یو شخص نه، بلکې نهاد نیسي او د عملياتو په اړه پريکړه د دفاع وزارت پورې اړوند د لوی ارګان حق دی نه د شخص.
هغه افغان امنيتي ځواکونو ته د نوي حکومت جدي پاملرنې په اشارې سره وویل، چې د جنګ په ليکو کې شهید شويو کورنيو د تعلیم، تحصیل او نورو مالي مرستو ته جدي پام کوي.

له بل لوري د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستاتکزي وویل، چې د ملي دفاع وزارت نه يوازې دا، چې غواړي خپلو ځواکونو ته د جنګ روزنه ورکړي، بلکې د دوی په ځواکونو کې د کار مدیریت، بیا رغونې او نورو برخو کې هم روزنه ورکول کيږي.
هغه په ملي دفاع وزارت کې د جوړې شوې نوې پنټاګون په نامه ودانۍ جوړلو په هکله د امريکا متحده ایالاتو مرستې د مننې ترڅنګ وویل، چې دوی به له دغه تعمیر څخه په ښه توګه ګټه واخلي.
د راپورونو پر بنسټ ددغې ودانۍ چارې له تېرو څلورو کلونو راهیسې روانې وې، چې بالاخره د امریکا او جرمني هېوادونو په ۲۰۰ میلیونو ډالرو مرستې بشپړ شوه.
دا ودانۍ ۳۸۵۰۰ مربع متره ده، چې طرحه یې په یوه ازاده سیالۍ کې د هېواد له انجینرانو په یوه ازاده سیالۍ کې غوره شوه.
د پنټاګون په نوم په دغه نوې ودانۍ کې د سپورت له پاره جمنازیوم، روغتون او د پوځيانو له پاره پارکونه هم جوړ شوي.
باید وویل شي، چې دا ودانۍ د سپينې ماڼۍ په لوړو امکاناتو او معیارونو سره جوړه شوې ده او له دې وروسته به له همدې ځایه د وسله والو پر وړاندې د بریدونو امر ورکول کېږي.
دغه پنځه پوړیزه ودانۍ ۳۴ متره لوړه ده، چې د سپین مرمر له تیږو جوړه شوې، او په ځینو سالونونو کې یې په یو وخت تر ۱۰۰۰ پورې کسان ځایېږي، چې ۱۳۸ امنيتي کمرې هم لري.
یاده دې وي، چې د وړوکي پنټاګون د ودانۍ پر کمپیوټري سیستم ۲۳ میلیون او ۳ سوه زره ډالر لګول شوي دي.





