
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، غلامسخي او جانمحمد د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د «غذاري» سیمې اوسېدونکي وو چې وسلهوالو طالبانو نن سهار امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
د هغه په وینا، دغه پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.
دې سره د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د پاڅونوالو قوماندان منصور عزیزي هم وايي، دغه کسان د پاڅونوالو د یو قوماندان له خپلوانو و چې طالبانو امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلي.





