د بګرام په هوايي ډګر کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۲ یې ټپيان کړي

د پروان ولایت امنیه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي سلام وطندار ته وویل، چې دغه چاودنه نن سهار ۵ بجې په بګرام کې دننه د امریکايي ځواکونو یو خوړن‌ځای ته نږدې شوې ده. د ده په خبره په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د وژل شویو او ټپي شویو وګړیو د هویت په اړه کره معلومات نه شته.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوس هم د پېښې پخلی کوي؛ خو د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

د قدوس په خبره، د بګرام دننه ساحې ته د چاودېدونکیو توکیو انتقالول سخت دي. د ده په خبره «کېدای شي دا چاودنه دننه د ازمایښتي موادو د ازمېښت پر وخت شوې وي.»

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه پېښه تاییدوي. د دوی له خوا نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټپیان یې درملنې ته لېږدول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام