فاریاب کې ۲۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د فاریاب قیصار ولسوال رحمت‌الله قیصاري وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ «ارکلیک» سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې ۱۶ د ملي‌اردو او ۶ د ولسي پاڅون ځواکونه يې وژلي.

ښاغلي قیصاري وویل، د طالبانو بریدونو کې ۴ امنیتي پوستې هم سقوط شوې‌دي او ۱۰ نور امنیتي ځواکونه ټپیان دي.

همداراز د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

ورته مطالب:

دفاعي ځواکونو فاریاب کې ۲ قرارګاوې او ۲۸ پوستې خوشې کړي

فاریاب؛ ۴ طالب‌مشران او ۵۶ تنه وسله‌وال وژل شوي

فاریاب کې د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

هاخوا د فاریاب ولایتي شورا مشر طاهر رحماني دې برخه کې د حکومت پر نه پام نیوکه کوي او وايي، شپږ میاشتې کېږي چې دغه سیمه کې جګړه روانه ده چې تر اوسه په‌کې ۳۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي‌دي.

فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو لومړۍ لوا د تېرې شپې بریدونه تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام