د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري سلام وطندار ته په ټیلفوني کرښه وویل، چې تېره ورځ د (جولای په ۱۳مه) یوې ۳۷ کلنې مېرمنې د بغلان ولسوالۍ په کهنه کلي کې د بېوزلۍ او نېستۍ له امله ځان ځوړند کړ.
بابري دوايي، چې د دغې مېرمنې مېړه وزګار او او له سختې بېوزلۍ سره مخ دی.
ده زیاته کړه، چې نوموړي نه شو کولای، چې د کوچني اختر په رارسېدلو سره د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دغې مېرمنې له خپل مېړه سره له لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده، له نوموړې ښځې نه ۴ ماشومان پاتې دي.
د مرکزي بغلان ولسوال بابر وايي، چې د امنیې قومندانۍ د جنايي څېړنو پایلې ښيي، چې د دې مېرمنې د ځان وژنې لامل سخته بېوزلي وه.
په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېدونکې ده.
خو په ورته وخت کې په هېواد کې له لګښته ډک دودونه د یوې بېوزلې کورنۍ له توانه وتلی کار دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کوچني اختر په رارسېدلو سره د بېوزله کورنیو لپاره د اختر لګښتونو پوره کول په یو خوب بدل شوي دي.
په دې وروستیو کې بېوزلي په هېواد کې د یو شمېر خلکو د ځان وژنې لامل شوې ده.
له دې وړاندې په هرات ولایت کې یو کارګر د کورني لګښت د نه پوره کولو په موخه ځان ته اور اچولی و.





