
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی نور هم کم او د اوربند لپاره کار وکړي.
یوناما په روانه میلادي میاشت کې ډېرو نښتو ته په کتو چې له کبله یې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې، له ټولو اړخونو غواړي چې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي او د اوربند لپاره پر تلپاتې سیاسي لارو کارو وکړي.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې په فبروري میاشت کې څهناڅه تاوتریخوالی کم شوی و، خو دغه بنسټ د مارچ له لومړۍ تر ۲۵مې پورې له ۱۰۰ ډېرو ملکیانو ته اوښتې مرګژوبله ثبت کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ملکیانو ته د ډېرې اوښتې مرګژوبلې مسوولیت وسلهوالو ډلو منلی دی. د خبرپاڼې له مخې، د چهارشنبې په ورځ د سیکانو پر درمسال شوي برید کې چې مسوولیت یې هم داعش ډلې ومانه، لسګونو ملکیانو ته مرګژوبله واوښتله.

یوناما زیاته کړې چې د چاودېدونکیو توکیو او ماینونو په چاودنو کې ډېری ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کندوز کې د افغان ځواکونو هوايي برید ته په اشارې چې د مارچ په ۲۱مه وشو او له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول، د کمشمېر مرګژوبلې اوښتو مسوولیت د افغان ځواکونو پر غاړه ور اچولی دی.
د یوناما خبرپاڼې لیکلي، د تاوتریخوالي هغه کموالی چې د اوربند لامل شي، د انسانانو د ژوند ژغورلو لامل کېږي او کولی شي بینالافغاني خبرو اترو ته لار هواره کړي.
خبرپاڼې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش د دوشنبې ورځې څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې یاد سازمان په ټوله نړۍ کې د جګړې پای او اوربند غواړي او پهکار ده چې د کورونا ویروس پر وړاندې جدي مبارزه وشي.
یوناما ویلي، ملګري ملتونه د افغانانو په مشري د سولې پروسې ملاتړ کوي چې ښځې، لږکي او ځوانان هم پهکې ونډه ولري، د ټولو افغانانو د بشري حقونو ملاتړ وشي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شي.





