
د رحمتالله په مستعار نوم یوه ماشوم له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې بهرني جنګیالي کمعمره ماشومان د طالبانو لیکو ته بیايي او هلته ورته نظامي، د ماین جوړولو او ځانمرګو بریدونو روزنه ورکوي.
دغه ۱۶ کلن ماشوم چې تازه له طالبانو را تښتېدلی او د دولت تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي وايي، هغه ماشومان چې روزل شوي، ډېری یې په چریکي بریدونو او مایناېښودلو کې ونډه اخلي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو هر قوماندان له لس تر پنځلسو ماشومان خپله روزي او بیا یې په چریکي بریدونو او مایناېښودلو کې کاروي.
په جوزجان کې امنیتي چارواکو هم سلاموطندار ته منلې چې د دغه ولایت جګړه د بهرنیو جنګیالیو له لوري چې اوزبکستان، پاکستان او ترکمنستان اوسېدونکي دي، رهبري کېږي او ډېری جنګیالي یې له اتلسو کلونو کم عمرونه لري.
د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان سلاموطندار ته ویلي چې اوس د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د ترکمنستان، پاکستان، اوزبکستان او چچین جنګیالي فعالیت کوي او له کمعمره ماشومانو نه په چریکي جګړو او مایناېښودلو کې کار اخلي.
د جوزجان یوشمېر دیني عالمان د وسلهوالو له لوري په نظامي عملیاتو او مایناېښودلو کې د ماشومانو کارول ناروا او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف کار بولي.
د جوزجان د علماوو شورا رییس مفتي محمدرسول مجهز وايي، په جګړې، بریدونو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې د ماشومانو کارول ناروا دي او دا کار د انساني ارزښتونو خلاف دی.
خو د طالب ډلې یو ویاند ذبېحالله مجاهد په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت ردوي.





