کندوزیان د جګړې اوږدېدو پزې ته راوستي دي

د کندوز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې لا هم په ښار کې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته لګیا دي.

د دوی په خبره، اوس مهال په کندوز ښار کې خلک د اوبو، ډوډۍ او سون توکیو له کموالي سره مخ دي او که په دغه ښار کې جګړه پای ته ونه رسېږي؛ ښايي لوی بشري ناروین رامنځته شي.

وسله والو طالبانو له پنځو ورځو راهیسې د کندوز پر مرکز بریدونه پیل کړي، چې لا هم د کندوز ښار دویمه او درېیمه حوزه د طالبانو په ولکه کې ده.

د کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې لا هم ښار کې څوک نه شته، هټي تړلي دي او له دغه ښاره د تېښتې په حال کې دي.

نعیم او سید احمد د کندوز ښار اوسېدونکي زیاتوي، چې لا هم د دوی کورونو مخې ته طالبان شته او افغان پوځيانو هېڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکریه پيکان د دغه ولایت وضعیت خراب بولي او د کندوز په اړه د حکومت پر بېغورۍ نیوکه کوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د کندوزیانو مړي اوس هم په سرکونو پراته دي.

هڅه مو وکړه، چې د دغې موضوع په تړاو له سیمه ییزو چارواکیو سره خبرې وکړو؛ خو ونه توانېدلو.

له دې سره ـ سره د کورنیو چار وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار ته وویل، چې لا هم د خواجه مشهد، سیمې، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مدیریت او د خان اباد څلور لاره د طالبانو له موجودیته پاکې شوې دي.

په کندوز ښار کې جګړه داسې مهال پنځمې ورځې ته غځيږي، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په خبره، د جګړې له ډګره له  ۲۰۰ ډير ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام