
یوه ډله ناپېژنده وسله وال د دوشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ په مروت کڅ سیمه کې د ځايي اوسېدونکي الله دین پر کور ورننوتلي؛ لومړی یې لاسي بمونه ورغورځولي او وروسته یې د کلاشينکوف ډزې پرې کړي دي.
د عبدالله په نوم د وژل شوي الله دين یو خپلوان د تیلیفون په کرښه سلام وطندار ته وویل، وژل شوي او ټپیان یې د خور زامن کېږي.
دی وايي، په دې پېښه کې ټولټال ۱۳ تنه وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي.
عبدالله زیاتوي، وسله وال داسې مهال په کور ورننوتلي، چې د کورنۍ ټول غړي یو ځای سره ناست وو. دی وايي، د وژل شوې کورنۍ مشر الله دین له هېچا سره بدي نه لرله.
دغه راز د لغمان د والي ویاند پېښه تاییدوي، خو وايي، په دې برید کې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي او څلور یې ټپیان دي.
بل پلو د لغمان ولایتي روغتون رییس ډاکټر عطاالله نیازي سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې له سیمې ورته ۵ ټپيان وروړل شوي، چې د درېیو کسانو روغتیايي حالت نازک وو؛ د ښې درملنې له پاره یې د جلال اباد حوزوی روغتون ته ورلېږلي دي.
لومړنۍ معلومات
د لغمان ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې پر یو کور نامعلومو کسانو لاسي بمونه غورځولي، چې په پایله کې یې د دغې کورنۍ۱۰ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک سلام وطندار ته وویل، دغه پېښه د بادپښ ولسوالۍ په مروت کڅ کې شوې، چې په وژل شويو او ټپیانو کې نارینه، مېرمنې او کوچنیان شامل دي.
ځواک وايي، د دغې پېښې دوه ټپیان د مرکز مهترلام روغتون او دوه نور د ننګرهار عامې روغتیا روغتون د درملنې په موخه ورلېږل شوي دي.
نوموړی وايي، د پېښې څېړلو او عاملینو پیداکولو په موخه مسوولو ادارو پلټنې پيل کړي دي.
تر اوسه د دغې پېښې علت معلوم شوی نه دی او نه هم کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت منلی.





