
نن مازیګر شاوخوا ۳ نیمې بجې د جلالاباد په لومړۍ ناحیه کې د ننګرهار د حج او اوقافو د رییس عبدالظاهر حقاني پر موټر ځانمرګی برید شوی او هغه پهکې وژل شویدی.
لومړنيو معلوماتو کې حقاني ټپي و؛ خو روغتون ته له وړلو وروسته یې ساه ورکړه.
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د مولوي عبدالظاهر حقاني پر کرولا ډوله موټر داسې مهال ځانمرګی برید شوی چې د هغه موټر دې سیمې ته ورسېد.
دی وايي، پېښه کې ۱۱ ملکيان ټپيان دي چې اوس عامې روغتیا ریاست کې تر درملنې لاندې دي.
چارواکو ویلي، د ځانمرګي برید موخه مولوي عبدالظاهر حقاني و.
بلپلو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند انعامالله میاخیل وايي، د جلالاباد حوزوي روغتون ته ۱۰ ټپیان او دوه جسدونه لېږدول شوي.
هغه زیاتوي، ټپيان ټول ملکیان او لویان دي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخېستی.
د ننګرهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر له هغو دیني عالمانو او چارواکیو و چې ډېر کله به یې پر داعش او نورو وسلهوالو ډلو لفظي ګوزارونه کول او د هغوی جنګ یې ناروا بللو.





