سلګونو کندوزیانو په هوايي برید کې د ولسي خلکو د وژنې په غبرګون لاریون وکړ

د کندوز ولایت سلګونو اوسېدونکو د بهرنیو ځواکونو هوايي برید په غبرګون چې ۳۰ ولسي خلک په کې ووژل شول او له ۳۰ تنو زیات په کې ټپيان شول لاریون وکړ.

دغه برید د کندوز ولایت د بوز کندهاري په سیمه کې شوی، چې ۲۶ وسله وال طالبان هم په کې وژل شوي دي.

لاریونوال وايي، چې د تېرې شپې له ۱۰ بجو تر سهاره افغان او نړیوالو ځواکونو د دوی پر کورونو د بمبارۍ ترڅنګ ګولۍ هم ویشتلي، چې په پایله کې يې د ۱۵ ماشومانو، ۴مېرمنو په ګډون ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کندوز والي اسدالله امرخېل د هوايي بمباریو په ترڅ کې د ۳۰ ولسي خلکو وژل کېدل او ۲۶ تنو د ټپي کېدو خبر مني، خو وايي، چې په دې کلي کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۸ طالبان هم وژل شوي دي.

امرخېل وايي، ولسي خلک هغه مهال ووژل شول، چې امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو له خوا کلابند شول او مرستې ته یې هوايي ځواک ورغی.

د کندوز والي وايي، د پېښې د څرنګوالي معلومولو له پاره کمېسیون ټاکل شوی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په کندوز کې د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه خپګان ښودلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې غني د کندوز والي او په دې ولایت د امنیتي ځواکونو مسوولینو ته هدایت ورکړی، چې د عملیاتو پر مهال له پوره غور او دقت څخه کار واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د پېښې د څېړلو او عاملینو ته یې د سزا ورکولو په پاره پلاوی ګومارلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام