د کامې ښوونکو د استادانو د نیولو په غبرګون لاریون وکړ

انځور له ټولنیزو رسنیو اخیستل شوی

د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو د استادانو د نومرو او د حکومت له خوا د دې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونکو د نیولو په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریونوالو په ولایتي ادارې تور پورې کړ، چې د ولسمشر په ځانګړي امر د کامې ولسوالۍ سربند سیمه کې  ورکړل شوې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې لومړی د ښوونکو د ښارګوټي په نوم نومولې او وروسته یې یو شخص ته په اجاره ورکړې ده.

دغو اعتصاب کوونکو ولایتي اداره له غاصبینو سره په لاس لرلو تورنه کړه.

لاریونوالو وویل، دغه ځمکه د پخواني او اوسني ولسمشر له لوري ښوونکو ته ورکړل شوې؛ خو تر اوسه دوی ته نه ده سپارل شوې.

دوی وايي، مکتوبونه په لاس یې خپل غږ تر ولسمشرۍ او سپېدار ماڼیو رسولی، خو تر اوسه یې دغه غږ نه دی اورېدل شوی.

ښوونکي وايي، حکومت نه یوازې دا چې له غاصبینو سره لاس لري؛ بلکې د پنجشنبې په ورځ یې د دوی شل ښوونکي هم له ځانه سره وړي دي.

دغو ښوونکو د سربند په ځمکه کې خېمې وهلي؛ او ګواښ کوي، که یې بندي ښوونکي خوشې نه شي او همدا راز د سربند ځمکه ور ونه سپارل شي؛ نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

خو د ننګرهار ولایتي اداره د دغو ښوونکو غوښتنه ناقانونه ګني او وايي، حکومت دغه ځمکه بل چاته په اجاره وکړې ده.

د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د کامې ولسوالۍ د  ښوونکو له لوري د ښوونځيو تړل ناقانونه کړنه ده او حکومت به ورسره قانوني چلند وکړي.

خوږیاڼي وویل، ولایتي اداره هڅه کوي په نور ځایونو کې ښوونکو ته ځمکه وکړي، ځکه چې د کامې ولسوالۍ د سربند ځمکه د ښارجوړونې د معیارونو مطابق د استوګنې له پاره برابره نه ده؛ بنا دا ځمکه دوی ته نه ورکول کېږي.

دی وايي، په بله سیمه کې به هغو ښوونکو ته نومرې ورکړي، چې لس کاله یې دنده اجرا کړي وي.

د لاریونوالو د معلوماتو له مخې، له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د کامې ولسوالۍ ښوونکي د خپلو استوګنو نومرو د اخستلو له‌پاره په اعتراضیه ډول د کامې سربند سیمه کې خېمې وهلي؛ چې تر اوسه یې لا هم حکومت په اړه جدي تصمیم نه دی نیولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام