غني طالبانو ته په خطاب: د نورو جنګ ته دیني ریښه پيداکول پېرودونکي نه‌لري

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن د پخواني شوروي د ۳۰مې کالیزې په مراسمو کې د یو ویډیويي پيغام له لوري وویل چې څو ورځنۍ سوله اقلیت‌محوره ده او اقلیت‌محوره سوله کې ټولو هېوادوالو ګټو خوندي نه وي.

د ښاغلي غني په وینا، افغانان اکثریت‌محوره سوله غواړي چې د ملي ارزښتونو په ګډون په کې د ښځو، ځوانانو او ټولو قشرونو حقوق خوندي وي. ده دا هم وویل چې له هر چا د دایمي سولې په اړه ښه معلومات لري.

ولسمشر غني له‌دې مخکې په څو ځلې په افغان‌شموله سوله ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه‌ رسېږي.

ولسمشرغني وویل، هغوی چې د حرام اقتصاد په اړه د ملي او دفاعي ځواکونو د سودا فکر په ذهن کې لري، د سولې او قانون حاکمیت نه وېره لري.

ده دا هم زیاته کړه چې تل‌پاتې سوله راتلونکي ده او دا سودا نور پېرودونکي نه‌لري چې د نورو له ‌پاره جنګ ته دیني ریښه ورکړل شي.

ورته مطالب:

افغان سوله؛ ښځې په‌کې سمه نیمه ونډه غواړي

«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

د ولسمشر لومړي مرستیال سروردانش هم په‌دې مراسمو کې د سولې هرې هغې طرحې مدیریت هرکلی کوي چې نظام شا ته ونه ګرځوي او اوسنۍ دولت‌جوړونه پرې بېرته له سره پیل نه‌شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، طالبان ـ چې د افغانستان اساسي قانون د لویدیځ کاپي بولي ـ ګیله نه کوي او نه ترې بله تمه لرلی شي او به خبره یې، په‌داسې کې چې دا ډله په‌خپله په ټول ماهیت او هویت سره د بهرنیانو له‌پاره کار کوي او د هغوی د پالیسیو کاپي‌کوونکي دي.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل. د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ واورولې چې په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر افغان ووژل شول، په میلیونونه نور یې معلول او کډوالۍ ته اړ کړل.

د یادونې ده چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د جینوا د تړون له‌مخې ـ چې د ۱۹۸۸زېږدیز کال د اپریل په ۱۴ لاسلیک شو ـ له افغانستانه ووتل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام