د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر سلام وطندار ته د ټلیفون له لارې وویل، چې موسی کلا ولسوالي له څو ساعتونو نښتې وروسته نن د غرمې په ۱۱ بجو د طالبانو لاس ته ولوېدله.

څو ساعته وړاندې د موسی کلا ولسوال محمد شریف خان له رسنیو سره د ټلیفون پر کرښه تاید کړې وه، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ امنيې قومنداني، د ولسوالۍ روغتیایي مرکز او د ولسوالۍ وداني نیولې وه.

د شاکر په خبره، د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې شاوخوا ۷۰ طالبان وژل شوي دي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

د ده په خبره، په دغه نښته کې چې تېره شپه پيل شوې وه او نن د (اګست په ۲۶مه) غرمه مهال پای ته ورسېدله، ۳  پولیس وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.

په لومړیو کې د موسی کلا ولسوال له سلام وطندار سره په خبرو کې ټینګار کړی و، چې د ولسوالۍ ځواکونه په کافي اندازه خوراکي توکي، مهمات او درنې وسلې نه لري.

 

ده دا همداراز ویلي وو، که ولسوالۍ ته پر وخت نور ځواکونه ور ونه رسېږي؛ سقوط کوي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چې وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال د دغې ولسوالۍ د امنیت امر پاچا ګل بخیتار چې په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت و؛ طالبانو نیولی او له ځان سره یې ساتلی دی.

خو د هلمند ولایت امنيې قومندانۍ تر اوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.

بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو لېږل شوي پیغام کې ویلي، چې موسی کلا ولسوالي د دوی په ولکه کې ده.

په پیغام کې راغلي، چې وسله والو طالبانو په دغه برید کې شا اوخوا ۲۰ ملي پولیس وژلي او په لسګونو سپکې او درنې وسلې یې لاس ته ورغلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام