بلخي: اروپايي هیوادونه دې پنا ور وړونکي افغان کډوال قبول کړي

د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په یوې خبري ناسته کې وویل، چې اروپايي هېوادونه دې افغان کډوالو ته د استوګنې قانوني اسناد ورکړي.

نوموړي دغه خبرې نن د (سپټمبر په ۱۹مه) په یوې خبري ناسته کې کړي دي.

بلخي وايي، په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو کډوالو له ۱۰ تر ۲۰ سلنو پورې افغانان دي او باید د دغو هېوادونو مشران ورته بشپړه پاملرنه وکړي.

ده په خبرو کې اروپايي هېوادونو ته د ځوانانو له زیات شمېر تګ څخه خبر ورکړه او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې اروپايي هېوادونو ته دې نه ځي.

نوموړي وویل، د افغانستان اوسنۍ ستونزې د حواري په درشل کې دي.

د کډوالو چارو وزیر په خبري غونډه کې ژمنه وکړه، چې افغانستان به د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ اجرایوي کمېټې (اکسکام) په کلنۍ ناسته چې په جینوا کې پېلیږي ګډون وکړي .

بلخي وویل، د اکسکام په غونډه کې به په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر حال څېړنه وکړي.

د اکسکام په سږکنۍ غونډه کې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (UNHCR) او ملاتړ کوونکي هېوادونه ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د اکسکام سږکنۍ غوڼدې پرانیسته به افغان ولسمشر غني وکړي.

بلخي وايي، په دې ناسته کې به زیات ټینګار پر ګډوالو وي او په پام کې ده، چې د ګډوالو حالت د ښه والي طرحه افغانستان وړاندیز کړي.

د اکسکام ناسته هر کال په جینوا ښار کې پېلیږي، چې په نړۍ کې د ګډوالو ستونزو د حل له پاره د نړۍ له سراسر څخه له ۹۰ زیات هېوادونه په کې ګډون کوي.

د جینوا دغه ناسته به سږ کال د اکټوبر په ۵ پېل او د همدې میاشتې تر ۹ نېټې پورې دوام وکړي.

د راپورونو پر بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې په نړۍ کې د مېشتو ګډوالو ۴۴ سلنه افغان وو، چې زیات شمېر یې ځوانان او کوچنیان په ګوته شوي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام