طالبانو په فاریاب کې ۳ ملکی وګړي وژلي

طالبانو تېره شپه ناوخته د فاریاب د شېرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابای سیمه کې په یو سپین ږیري او دوو وروڼو ډزې کړي او وژلي یې دي.

د فاریاب د شېرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو تېره شپه ناوخته د استانه بابای ستراتېژیکې سیمې له سقوط وروسته د یو سپین ږیري په ګډون درې تنه د هغوی د کورنیو په مخکې ووژل.

د فارياب لايت د شېرين تګاب د «آستانه بابا» سيمه چې ٥٠ کلي لري، څو ورځې مخکې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د عملياتو پر مهال تصفيه شوه، خو کله چې دوستم او ځواکونه له سیمه ووتل؛ نو «د خلکو پاڅون» په نامه دوستم پلوي ځواکونه هم ترې وتښتېدل. له دې يوه اونۍ وروسته طالبانو دا سيمه بېرته ونيوله او اوس بېرته خپل پخواني حالت ته راګرځېدلې ده.

له بلې خوا له سیمې نه یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د عبدالمطلب په نوم د دې کورنۍ یو غړی له خپلې کورنۍ سره د کلي په لور روان و، عبدالمنان ورور یې هم د دوی په لوري حرکت کړی و، چې په لاره کې له طالبانو سره مخامخ شوي او دوی يې وژلي دي.

د دوو وروڼو پلار ملا عبدالستار وايي، چې یو زوی یې عبدالمطلب نومېد، چې میمنې څلور لارې کې یو چا سره څوکیدار و او بل زوی یې عبدالمنان نومېد چې بزګري یې کوله او له هېڅ سیاسي جریان یا ارګان سره یې کار نه کولو.

ده وویل، یو کال مخکې چې کله استانه بابا د طالبانو له خوا سقوط شوه؛ له خپلې کورنۍ سره یوځای میمنې ښار ته کډه شول.

طالبانو تر اوسه د دې درېیو تنو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام