
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبې (جولای ۴مه) په ارګ کې د امریکا هغه وړاندیز ومانه، چې له مخې يې د ډيورنډ کرښې دواړو خواووته به د افغانستان او پاکستان له لوري د ترهګرو پر ضد ګډ نظامي عملیات کيږي او امریکا به یې نظارت کوي.
دغه هوکړه يې له امریکايي سناتور جان مککین سره کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلې، د جان مکین په مشرۍ امریکايي سناتوران، چې د پرمختګونو د ارزونې په موخه کابل ته راغلي وو په داسې حل لارې ټینګار وکړ چې ټوله سیمه پرې سلا وي.
همدارنګه په پاڼه کې دا هم ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا په څارنې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو د ګډو عملیاتو له وړاندیز سره موافق دی.
جمهور رییس د امریکايي سناتور سره په خبرو کې زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ارزښتمن دی.

د ویلو ده، چې تېره ورځ امریکايي سناتور جان مککن سره د نورو امریکايي چارواکو پاکستان ته هم په یو رسمي سفر ورغلي و.
خو د دغه سفر تازه او پوره جزیات نه دي نشر شوي.
هغه یو وار د ولسمشر اوباما پر مهال هم پاکستان ته ورغلی و او رسنیو ته يې ویلي و، دی پاکستان ته په زغرده دا ویلي چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.
هغه بیا کابل ته هم راغلی و او رسنیو سره يې په خبرو کې شریکه کړې وه، چې د کابل او اسلاماباد د ښوو اړیکو لهپاره ضروري دي، چې د پاکستان حکومت دلته د وسلهوالو او په ځانګړي توګه د حقاني شبکې پرضد لا نوراقدامات وکړي.





