د افغانستان ځېنو رسنیو مسولین وايي، رسنۍ دې باید شخړې په مسلکي او بې پرې ډول خپرې کړي.
د رسنیو دغه مسولین نن د (اکټوبر په ۲۹مه) د افغانستان مېدیوتیک په میاشنۍ غونډه کې د "د شخړو په راپور کولو کې د رسنیو چلند" تر سرلیک لاندې په جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د شخړو په خبري پوښښ کې رسنۍ باید بې پرې ووسي.
ورځپاڼه لیکوال شاه حسین مرتضوي وویل، چې یو شمېر رسنۍ په ډېرو پېښو کې پلویتوب کوي او د رسنیو دا ډول چلند په هېواد کې د بحران رامنځته کېدو لامل کیږي.
نوموړی وايي، د خبرونو، راپورونو، شننو او ګردیو میزونو کې دې هڅه وشي، چې د قومي، ژبني او سمتي درځونه رامنځته نه شي.
مرتضوي وویل، د ګونډونو، دولت او یا بهرنیو هېوادونو سره د رسنیو اړیکې باید د دې لامل نه شي، چې رسنیز اصول او قواعد تر پښو لاندې کړي.
شاه حسین مرتضوي زیاته کړه، چې د خبریالانو صنفي بنسټ په ډېرو برخو کې ضعیف چلند کړی دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په سم ډول خپل مسولیت نه دی ادا کړی.
د ده پر خبره، اوسمهال د اطلاعاتو او کلتوروزارت او د رسنیو ترمنځ د بې باورۍ فضا موجوده ده.
دانش کړوخېل په دې غونډه کې وویل، چې د افغانستان رسنۍ باید په راپور، خبر، شننه او ګردي میز کې افغانانو ته دوست او دښمن ور وپېژني؛ تر څو افغانان د دښمن پر وړاندې سره یو شي.
په ورته وخت کې د افغانستان مېدیوتیک چارواکي وايي، چې د افغانستان رسنۍ په اوسنیو شرایطو کې د شخړو پټو اړخونو په پرتله د شخړو فزیکي اړخ ته زیاته پاملرنه کوي.
د دغه بنسټ مسولینو وویل، رسنیو اخلاقي مسولیت لري، چې د سیاسي او ټولنیزو خپرو په سر کې د هېوادوالو رواني او فزیکي امنیت ته ځای ورکړي.





