حراست او ثبات شورا: حکومت دې پر وخت لویه جرګه را وغواړي

د ملي یووالي حکومت د ر امنځته کېدو پرمهال دواړو مشرانو د سیاسي هوکړې پرمهال ژمنه کړې، چې حکومت به د اساسي قانون بدلون په موخه لویه جرګه راوغواړي.

د حکومت مشرانو ژمنه کړې، چې د دوو کلنو په موده کې باید اوسنی جمهوري نظام په صدارتي نظام بدل شي.

د حراست او ثبات شورا نن دوشنبه ( جنوري ۱۱مه) کابل کې د بیلا بیلو ولایتونو څخه رابلل شوي استازو د غونډې پایله ددې شورا ویاند مسعود ترشتوال له رسنیو سره شريکې کړې.

ترشتوال وايي، د حراست او ثبات شورا ټينګارکوي، چې ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ملي یووالي حکومت دوه کلن کیږي، خو د لویې جرګې راغوښتلو له پاره یې لیوالتیا نه لیدل کیږي.

ده وویل، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوی، خو اوس باید خپلې ژمنې سره سم د لویې جرګې را بللو ته پوره چمتوالی ولري.

ترشتوال زیاته کړه، که حکومت د لویې جرګې راغوښتلو کې پاتې راغلی باید د حراست او ثبات شورا ته مراجعه وکړي او دغه شورا بیا دا وړتیا لري، چې د نوي ظرفیت سره د حل لار ورته پيداکړي.  

" د حراست او ثبات شورا دريځ دا دی، که دولت په دې اړه نه شي کولای، چې د اساسي قانون بدلون له پاره لویه جرګه راوبلي" د حراست او ثبات شورا ته دې مراجعه وکړي او د دوی په وینا دغه شورا دا وړتیا لري چې په همکارۍ سره نوې لار ورته وښايي او لویه جرګه جوړه شي.

د حراست او ثبات په نوم دغه شورا د تخصصي صدارتي نظام پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

د دې شورا استازو هغه څرګندونې رد کړې، چې کواکي دغه شورا د نظام د سقوط " ړنګېدوو" په هڅه کې ده.

د حراست شورا ویاند اجمل سایس وایي د نظام سقوط د افغانستان د هېڅ وګړي په ګټه نه دی، خو زیاتوي چې اوسنی وضعیت هم ورته د منلو وړ نه دی.

په همدې اړه د حراست او ثبات شورا له حکومته و غوښتل، چې د ولسي جرګې ټاکنې وخت دې له دوبي ته رامخته کړي.

دوی غوښتنه کوي، د مني او ژمي په منځ کې ټاکنو پر وړاندې د سړې هوا له امله ناامني پرخوالی مومي او ښايي ټاکنې وځنډیږي.

د حراست او ثبات شورا اندیښنه لري، چې د حکومت د دې کړنو داسې څرګندیږي، چې د ولسي جرګې ټاکنوترسره کولوته هوډ نه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام