«له امنیتي ځواکونو سره بې سارې مینې سرتېری کړم»

محمدصمیم د هرات د امنیې قوماندانۍ عملیاتي سرتېری دی چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې امنیتي لیکو ته تللی، اوس د هرات په امنیې قومانداني کې دنده لري او څو ځله یې د دوښمن پر وړاندې جګړه کې ښې بریاولې خپلې کړې دي.

نوموړی وايي، له خپلې دندې سره بې کچې مینه لري؛ داسې مینه چې په وینا یې د هېواد د خپلواکۍ او دفاع او د افغانانو د هوساینې لامل کېږي.

صمیم زیاتوي، له امنیتي ځواکونو سره د مینې او لېوالتیا له کبله د پولیسو لیکو ته ورغلی، د خپلې دندې پر مهال یې په ډېرو عملیاتو کې برخه اخیستې، ان د شینډنډ په ۱۶ ورځنیو چاڼیزو عملیاتو کې یې هم ګډون کړی چې د طالبانو د څو قوماندانانو د وژل کېدو ترڅنګ په‌کې څو امنیتي ځواکونه هم شهیدان او ټپیان شوي دي.

د پولیسو دغه سرتېري په جګړې کې څو کلنې خوږې او ترخې خاطرې لري چې څو ځله د ترهګرو له کمین سره مخ شوی، خو په ډېرې زړورتیا یې پر وړاندې بری خپل کړی او یو ځل په‌کې ټپي شوی هم دی.

دغه سرتېری د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی او څلور میاشتې مخکې یې کوژدنه هم کړې ده.

که څه هم په دا ډول شرایطو کې له کورنۍ لرې والی ګران وي، خو محمدصمیم یې د هېواد او خلکو د دفاع لپاره په ورین تندي زغمي.

د امنیتي ځواکونو ویاړونو او فداکاریو ته په پام، د هغوی حقوق او امتیازونه ډېر کم دي. محمدصمیم هم وايي چې په یادو حقوقو او امتیازونو یې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي، خو بیا هم په بشپړې رښتینولۍ خپله دنده پر مخ بیایي.

سره له دې چې د هېواد ترینګلي امنیتي شرایط او هره شېبه ګواښ د خلکو ژوند سخت کړی، خو محمدصمیم وايي، له خپلې دندې سره مینه لري او د خپلو هم‌سنګرانو په څنګ کې خوشحاله دی.

سرتېری؛ د خلکو په مینه او ښې رویې روحیه اخلي

سرتېری: بریالي عملیات مې خوږې خاطرې دي

سرتېری: چې بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاتې وي؛ جنګېږم

سرتېری؛ د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی

په همدې حال کې امینتي چارواکي هم د پولیسو سرتېریو قربانۍ او ویاړونه ستایي او وايي چې په ډېرو کمو امکاناتو او تجهیزاتو د خلکو د امنیت ټینګولو لپاره ټوله شپه په ویښه تېروي او یا هم په لوږه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي.

د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي، ټول سرتېري د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې ډېر زیار وباسي، ان دا چې د ډوډۍ او نورو ورځنیو چارو وخت او ځای یې هم نه وي معلوم او عملیاتو ته د تګ پر مهال پر لاره ډوډۍ خوري.

د امنیتي ځواکونو سرتېری محمدصمیم وايي، د یوه سرتېري په توګه یې له خپلو افغانانو نه یې یوازینۍ غوښتنه او تمه له دوی ملاتړ دی او باوري دی چې خپل خلک یې قربانیو ته په کتو ترې خوښ دي او مینه ورسره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام