نورستانیان: که د شخصي تربګنیو مخه ونه نیول شي؛ جګړې به ډېرې شي

د نورستان ولایت اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې د نه پاملرنې له امله یې امن سیمې د ناامنیو له ګواښ سره مخ شوې دي.

د دوی پر وینا، د نورستان د سیمه ییزو چارواکیو د کمکاریو او پر وخت د ولسونو ترمنځ شخصي تبرګنیو ته د نه رسېدنې له امله د اکثرو سیمو امنیتي حالات له کابو کېدا نه وتلي دي.

دوی دا هم وايي، چې څو ځلې یې له چارواکیو سره خپلې ستونزې شریکې کړي او له ولایتي ادارې نه یې غوښتي، چې د ولسوالیو چارو په ګړندي کېدا کې کوټلي ګامونه واخلي.

د نورستان ولایت د مرکز اوسېدونکی محمد اسحاق نورستانی د امنیتي حالاتو نه سرټکوی، وايي، په ټول نورستان کې وحشت خپور دی، حالات دومره خراب دي، چې کارونه په ټپه ولاړ دي او څوک له ځان سره پيسې نه شي ګرځولی.

په ورته وخت کې د کامدېش اوسېدونکی شریف الله حقیار وايي، چې د ولسواليو په کچه د حکومتولۍ نه شتوالي شخصي نښتې ډېرې کړې دي او همدا علت دی، چې نورستاني قومونه وېشل شوې دي. د ده پر وینا، په وروستیو کې د نورستان له مرکز پرته ټولې ولسوالۍ ناامنه شوې دي.

د نورستان ولایتي شورا غړی مولوی زینت الله هم مني، چې په دې ولایت کې امنیتي حالات خراب دي، خو وايي، که چېرې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو په زیاتوالي کې بدلون راشي؛ ستونزه به حل شي.

زینت الله له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د نورستان د امنیتي ځواکونو په تشکیل کې ډېروالی راولی.

د نورستان ځایناستی والي حافظ عبدالقیوم د نورستان امنیتي ستونزو مني، خو وايي، چې د دې ولایت امنیتي وضیعت د نورو هغو په پرتله ښه دی، خو د قناعت وړ نه دی.

د نورستان والي زیاتوي، چې د دوی ولایت ته ډېرې ستونزې له ګاونډیو ولایتونو نه راولاړېږي، چې د حل له پاره یې په یوه مناسبه لاره کار کوي.

نوموړی که څه هم په نورستان کې د قومونو تر منځ راولاړ شوي ستونزې جدي بولي؛ خو وایې، چې په تېر کې یې د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ د کلونو- کلونو دوښمني پر دوستې بدله کړې ده او د پاتې قومونو د ستونزې د حل په اړه به کوټلی کار وکړي.

هغه د ولسوالیو په سطه د چارواکیو د بې غورۍ او غافلګرۍ په اړه زیاته کړه، ټولو ته یې خبرداری ورکړی، چې د ولسونو ته د خپلو ادارو دروازې خلاصې وساتي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د نورستان د امنیي قوماندانۍ مسوولان وایې، هغه اشخاص، چې د قومي شخړو نه د دولت پر ضد فعالیتونو کې ګټه اخلي؛ د هغوی پر وړاندی به د زور نه کار واخلي.

امنیه قوماندان اکرام الدین سریع وویل، د نورستان ولس هېڅ ډول ستونزه نه لري او ټول ولس د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ کوي.

د نورستان چارواکي په داسې حال کې د نورستان د حالاتو د کابو کولو ژمنې کوي، چې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

که څه هم د نورستان ولایت چارواکیو په ځلونو د نورستان په لویدیځو او ختیځو برخو کې د پراخو چاڼیزو عملیاتو د پیلولو ژمنې ورکړي، خو د ځایي اوسېدونکیو پر وینا، تر اوسه داسې څه نه دي لیدل شوي او لا هم وایګل، کامدېش، برګېمټال او دواب ولسوالۍ د وسله والو له سختو تهدیدونو سره مخ دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام