امنیتي ځواکونه: په څمکنیو کې له طالبانو سره د جګړې امر نه راکول کېږي

څمکنيو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته له وسله الو طالبانو سره د جګړې امر نه ورکول کېږي

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي، چې د طالبانو د ځپلو لپاره لوړپوړي امنیتي مسولین د جګړې امر نه ورکوي.

دویم بریدمن قاضي اریوبي د (جولای په ۷مه) سلام وطندار ته وویل، له ډېر وخت را په دې خوا طالبان پر موږ بریدونه کوي، خو موږ ته د لوړ پوړو امنیتي مسولینو له خوا له وسله والو طالبانو سره د جکړې قومنده نه راکول کېږي.

اریوبي زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د جکړې په ډګر کې پر وسله والو طالبانو برلاسي دي، خو امنیتي مسولین له وسله والو سره د جګړې اراده نه لري.

له بل لوري په جګړه کې بوخت سرتېري وايي، چې لوړ پوړي چارواکي دوی ته په عملياتو کې د مخ ته تګ اجازه نه ورکوي.

زموږ خبریال د څمکنيو ولسوالۍ د اسماعیل خېلو په نامه هغې سیمې ته ورغلی، چې وسله ال طالبان او امنیتي ځواکونه په کې د یو بل د ځپلو لپاره په جګړه بوخت دي.

زموږ خبریال وایي، د جګړې په سيمه کې د امنيتي سرتېرو يو زغروال موټر، چې د طالبانو له لوري ويشتل شوی؛ ټوټې یې له ورايه ښکارېدلې.

د سیمې اوسيدونکو ورته ویلي، چې دوی د جګړې د اوږدېدلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ورځنۍ چارې ورنه پاتي شوي دي.

خو په ورته وخت کې د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د ګډ منظم پلان په اساس د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزيري له سلام وطندار سره په خبرو  کې وويل، هر سرتېری کولی شي، چې په خپله خوښه په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات وکړي.

وزیري زیاته کړه، چې د دې اړتيا نه شته چې څوک دوی ته د جګړې قومنده ورکړي.

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په جګړه کې پاکستاني طالبانو هم برخه اخيستې او د پاکستان حکومت ورسره په مسقيم ډول همکاري کوي.

د سیمې اوسېدونکي اندېښنه ښيي؛ که عمليات ژر پیل نه شي؛ وسله وال طالبان به د دې ولسوالۍ مهمې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام