پاکستان موږ ته په کومه سترګه ګوري؟

زه د افغانستان له لسو خبریالانو سره د اته ورځني سفر له پاره پاکستان ته لاړم.  په دغه سفر کې مو د پاکستان له ولسي جرګې، د خبریالانو له اتحاديې، پوهنتونونو، روغتونونو، رسنیو، تاریخي ځایونو، د ځوانو ډاکټرانو له ټولنې او له فلمي کمپنیو نه لیدنه وکړه.

موږ په دغه سفر کې د پاکستان له معتبرو مرکزونو او لویو بنسټونو نه د لیدلو په ترڅ کې د پېښور ښار د عبدالولي خان پوهنتون ته ورغللو. د دغه پوهنتون په هر پوهنځي کې افغان زده کړیالانو ته ځای ورکړل شوی و.

له پاکستاني زده کړیالانو سره د خبرو کولو نه وروسته دې پایلې ته ورسېدلم، چې دوی په دې عقیده دي، چې د طالبانو او ترهګرو ټولې ځالې په افغانستان کې دي او هغوی له افغانستان نه پاکستان تهدیدوي.

خو د دې پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رییس شېراز پراچا په بل نظر و. هغه وویل، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې د افراطیت له امله له دې هېواد نه بښنه غواړي.

همدارنګه مې د پاکستان د پوهنې له پخواني وزیر او د خېبر پښتونخوا د اپوزیسیون له رییس سردار حسین سره په لیدنه کې د سیمې په کچه د طالبانو پر تهدیدونو او موجودیت خبرې وکړې. سردار حسین په دې باور و، چې کله پاکستاني ځواکونو د طالبانو پر وړاندې عملیات پيل کړل؛ ټولو افغانستان ته پناه یوړله او هغه ځای یې د پاکستان د ځپلو له پاره پر مرکز بدل کړ.

له بل لوري د پاکستان مدني فعالان او فرهنګیان وايي، چې دوی د افغانستان ټولنیزې شبکې څاري. د دوی پر باور، د افغانستان د ټولنیزو شبکو کاروونکي د پاکستان په اړه منفي ذهنیت لري او د دغه هېواد په اړه منفي تبلیغات کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د تېرې ولسي جرګې غړې بُشرا ګوهري په دې نظر ده، چې افغانستان او پاکستان د یو بل پر وړاندې ناسم سیاست لري او د دواړو هېوادونو د پرمختګ له پاره باید خپلو سیاستونو ته بدلون ورکړي.

د پاکستان دوه تنو لیکوالو او خبریالانو هارون رشید او نورالبشیر نوید هم وویل، دا چې پاکستان له یو بل سره ځېنې مشترکات لري؛ نو نه شي کولې، چې له یو بل نه بېلوالی پيدا کړي او د دوی جداوالی د هیچا په ګټه نه دی.

خو په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شاژدافیر ناصر یوسفي با د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه بل ډول څرګندونې لري. هغه له افغاني خبریالانو سره په لیدنه کې وویل، اټکل شوې وه، چې د مهاجرینو وزارت یو ۱۰۰ نفري پلاوی، په پاکستان کې د مېشتو مهاجرینو د ثبتولو له پاره دغه هېواد ته راشي، خو دغه سفر په دې دلیل ځنډېدلی دی، چې د پاکستان دولت یاد پلاوي ته تر اوسه پورې وېزې نه دي ورکړي.

یوسفي همداراز د پاکستان او فغانستان د خرابو اړیکو د منفي اغېزو په اړه وویل، چې د دواړو هېوادونو اړیکو د خرابوالي په پایله کې پاکستان د افغانستان د رومېنګ شبکې خدمتونه تړلي دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د رومېنګ شبکې فعالیتونه نه دي درېدلي.

دا څلورم ځل دی، چې افغان او پاکستاني خبریالان له یو بل سره لیدل کوي. د دغو لیدنو سلسله د ۲۰۱۴ کال راهیسې د «اکول اکسس» په نامه د یوې موسېسې له لورې د دواړو هېوادونو د خلکو د منفي ذهنیت د له منځه وړلو له پاره پيل شوي دي.

د ویلو ده، چې پاکستاني رسنۍ په بشپړ ډول په افغانستان کې خپرونې کوي، خو افغاني رسنۍ له ۲۰۱۵ کال راهیسې په پاکستان کې بندې شوې دي او پاکستان ته  د ۱۵ میلیونو ډالرو په ورکولو سره په دغه هېواد کې خپرونې کولی شي.

په کابل کې له خونړیو پېښو وروسته او د دغو پېښو په تړاو د پاکستان تورونول د دې له لامل شول، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شي. سره له دې، چې دواړو هېوادونو پر یو بل تورونه پورې کوي؛ معلومه نه ده، چې د دواړو هېوادونو رسنۍ به د دوو ملتونو د یوځایوالي او نېږدې والي له پاره څه ډول کار وکړي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام