د هرات سیمه ییزه اداره وايي، د دغه ولایت شینډنډ ولسوالۍ جغرافیه پر نورو ولسوالیو د ویش له پاره له پلازمېنې پلاوی راغلی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند احسان الله حیات سلام وطندار ته وویل، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالي پر ۴ بېلا بېلو ولسوالیو د ویشلو د څرنګوالي له پاره له کابل نه پلاوی راغلي دي.
نوموړي وايي، په دغه پلاوي کې د چارو لویې ادارې، د سیمه ییزو ارګانونو، کورنیو چارو وزارت او مرکزي احصايي ریاست نه استازي ګډون لري.
په دې وروستیو کې افغان ولسمشر غني د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د امنیت د ارزولو او دغې ولسوالۍ د ویش څرنګوالي لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.
حیات وايي، چې هرات ولایت ته راغلي پلاوي له دوو ورځو راهیسې د شینډنډ ولسوالي د جغرافیې او د نفوس د تراکم په ارزونې بوخت دي او له دې څېړنې وروسته ټاکل شوې ده، د شینډنډ ولسوالۍ ویش به په جغرافیه کې د خلکو د استوګنې او تیت پرکتیا پر اساس وویشل شي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د ولسوالیانو شوراګانو د امنیتي کمېټې او چارو مسول عبدالرحمان پدرام سلام وطندار ته وویل، ولسمشر په هغه ناسته کې، چې د یادې ولسوالۍ له قومي مخورو او فرهنګیانو سره لرله د شینډنډ جغرافیې د ویش او د نویو ولسوالیانو لپاره یې د ابراهیم خیل، زیرکوه، اب کل او عزیز اباد نومونه وړاندې کړي و، قومي مخور او فرهنګیان بیا دغه نومونه سمتي او قومي بولي ور سره مخالفت څرګندوي.
د پدرام پر وینا د هرات زیات شمېر فرهنګیان او د شنیډنډ ولسوالي مشران غواړي، چې د دغې ولسوالۍ پخوانی نوم چې اسفزار او مرکز یې سبزوار و بیا را ژوندی کړي.
خو د هرات فرهنګیان هڅه کوي، د دغو نویو ولسوالیانو لپاره داسې نومونه وټاکل شي، چې تاریخي او معنايي اړخ ولري.
پدرام وايي، فرهنګیانو تر اوسه پورې د اسفزار، سبزوار او بیهق نومونه غوره کړي دي.
له بل لوري د هرات ښار د واټونو نومونې د کمېټې مسول استاد اصف رحماني سلام وطندار ته وویل، دغه ولایت ته د ولسمشر د سفر پر مهال دوی افغان ولسمشر ته د سبزوار او اسفزار نومونه وړاندې کړي وو.
د رحیمي پر وینا، تر اوسه پورې د دغه دوو نومونو د منلو او رد کوم خبر دوی ته نه دی رسېدلی.
دی وايي، که دغه ولسوالي پر څلورو نورو ولسوالیو وویشل شي، فرهنګیان هوډ من دي، چې دغه دوه نومونه انتخاب کړي.
د تاریخي حوالو پر بنسټ د شینډنډ ولسوالۍ لومړنی نوم سبزوار او اسفزار وو، چې د سرحدي پولو له معلومولو وروسته دغه ولسوالي په دوو برخو وویشل شوه؛ یوه برخه یې په ایران او یوه برخه یې په افغانستان پورې و تړل شوه او په پایله کې د یادې ولسوالۍ هغه برخه چې په افغانستان پورې و تړل شوه د وخت حاکم له لوري د شینډنډ په نوم یاده شوه.





