د عامې روغتيا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، د دوی څېړنو ښودلې ده، چې د درملو ۸۰۰ واردوونکو شرکتونو له خپلو جوازونو څخه ناوړه ګټه اخیستې او هېواد ته يې بې کیفیته درمل وارد کړي.
فېروزالدین زیاتوي، چې په همدې وجه يې اوسمهال د دغو شرکتونو د فعاليتونه هم ځنډولي دي.
د عامې روغتیا وزیر د دغه وزارت د۶ میاشتني راپور د وړاندې کولو په غونډه کې وویل، چې د هېواد ټولټال ۹۸ سلنه مصرفي درمل له بهرنيو هېوادونو وراديږي.
د فېروز پر وینا، یواځې ۲ سلنه د هېوادوالو د اړتیا وړ درمل په افغانستان کې دننه د شرکتونو له لوري تولیدیږي.
د هغه په خبره اوسمهال یواځې د درملو ۲۰۰ واردوونکي شرکتونه د عامې روغتیا وزارت له خوا د ټاکل شویو معیارونو له مخې خپل فعالیتونه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او د وارداتو د کموالي له پاره هغه کسان، چې په هېواد کې دننه درمل تولیدوي په تدارکاتو کې د لومړیتوب حق هغوی ته ورکول کیږي.
عامې ورغتیا وزير وویل، چې ۴۵ سلنه له پاکستان، ۲۵ سنله له هند، ۱۵ سلنه له ایران او پاتې نور درمل له چین، عربستان او بنګله دیش څخه وارېدیږي.
فېروزالدین په دغې غونډه کې وویل، ۴۰ سلنه درمل په ناقانونه او قاچاقي توګه له پاکستان څخه راوړل کیږي، چې هلته داسې کمپنۍ دی یواځې د افغانستان له پاره درمل تولیدوی او د نورو هېوادونه له هغو درملو څخه استفاده نه کوي.
نوموړي وویل، چې دوی هڅه کوي، د هېواد په ۵ زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کنټرول کېفیت د ارزونې له پاره مرکزونه جوړ کړي.
د ياد وزارت له لوري په خپاره شوي شمېرو کې ویل شوي وو، چې په ټول هېواد کې ۱۴ زره درملتونونه شته، چې یواځې ۴ زره یې درمل جوړونکي لري.





