
نن سهار څه باندې ۱۱ بجې د هلمند د نهرسراج ولسوالي د کندهار ـ هرات پر عمومي سړک د حاجي اقبال کلي ته څېرمه د ملکي کسانو پر موټر ماین چاودنه شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، د وسلهوالو طالبانو له لوري پر لویه لار خښ شوی ماین د ملکي وګړیو پر ټونس ډوله موټر چاودېدلی چې ۷ کسان پهکې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د پېښې یو عیني شاهد وايي، په ټونس موټر کې ټول ۱۱ سپرلۍ وې چې ۷ يې وژل شوي او ۳ نور يې ټپیان دي.
تر دې ۶ ورځې وړاندې هم د هلمند په موسیکلا ولسوالي کې د ماین چاودنې پر مهال ۸ ملکيان وژل شوي وو.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





