په اسلام اباد کې دافغانستان سفیرجانان موسی زي په خپل ټویټ پاڼه کې لیکلي دي، چې تېره ورځ یې په اکوړه خټک کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام(س) ډلې له مشرمولانا سمیع الحق سره لیدلي دي او له هغه څخه یې غوښتنه کړې، چې دی او د پاکستان نورعالمان دې د افغان سولې له پاره هلې ځلې وکړي.
موسی زي لیکلي، چې مولانا د سولې پروسې څخه کلک ملاتړهم اعلان کړ.
مولانا سمیع الحق طالبان خپل شاګردان بولي او زیاتوي، چې طالبان یې وړاندیزونه مني.
خو د چارو ځینې شنونکي بیا وایي، چې مولانا سمیع الحق تل د افغانانو دښمن پاتې شوی او هیڅ کله داسې کار نه کوي، چې هغه د افغانانو په ګټه وي.
د چارو شنونکی جاوید کوهستاني وایي، له مولانه سمیع الحق سره په اسلام اباد کې دا فغان سفیرلیدنه د افغانانو پر وړاندې جفا ده.
کوهستانی زیاتوي، چې که مولانا وغواړي کولی شي طالبان د سولې خبرو ته کښینوي؛ خو هغه به هیڅ کله په افغانستان کې د سولې راتګ له پاره اقدام ونه کړي.
د هغه په وینا، پاکستاني مذهبي سیاستوال په افغانستان کې جګړه جهاد بولي او د طالبانو په رايوځای کولو کې لاس لري.
دی وايي، چې سمیع الحق د (اې، ايس اې) له یوه رسمي کارمند څخه افغانستان ته خطرناک دی، ځکه هغه ته د پاکستان ګټې مهمې دي او پر افغانانو زړه نه خوږوي.
په پاکستان کې د افغانستان د سفیرجانان موسی زي د خبرو جزیات او پایلې له سمیع الحق سره په پوره توګه نه دي په ډاګه شوي، خو سمیع الحق ځينې رسنيو ته ويلي چې افغان حکومت ترې د سولې په خبرو کې مرسته غوښتې چې طالبان د دویم پړاو خبرو له پاره راضي کړي.
د چارو بل شنونکی اسحق اتمرهم په دی باوردی، چې مولانا سمیع الحق او ډله یې د پاکستان استخباراتو پورې تړلې کسان دي، نو هیڅکله دوی نه غواړي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دې د سولې خبرې وشي.
تردې وړاندې کله، چې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې لومړۍ پړاو خبرې په رسمي توګه په پاکستان کې پېل شوې تر ډیره داسې باور کېده، چې ګواکې پاکستاني چارواکي اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته لیواله دي.
د چارو بل شنونکی قاضي اسماعیل ازاد بیا وايي، په دې کې شک نشته، چې قاضي سمیع الحق له طالبانو سره ښې اړیکې لري او کولای شي د سولې په خبرو کې ښه رول ولوبوي.
قاضي زیاتوي، افغان چارواکي باید په پاکستان کې د مذهبي مشرانو په منځ کې کار وکړي، چې هغوی طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
قاضي اسماعیل ازاد وايي، داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي په دې پوه شوي چې افغان سوله یې په ګټه ده.
څو ورځې وړاندې راپورونه خپاره شول چې مولانا سمیع الحق د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو رامنځته کېدو وروسته ددوی ترمنځ د روغې جوړې له پاره هلې ځلې شروع کړي.
د طالبانو دواړو ډلو خپل خپل استازي مولانا سمیع الحق ته ورليږلي و او د ورستيو اختلافاتو په اړه یې ورسره مشورې کړې وې.
همدا ډول د اکوړه خټک حقانیه مدرسې د درسي کال د پیل په مراسمو کې یې وویل، چې طالبان دې په افغانستان کې د جګړې له پاره سره یو شي.
بل خوا د کابل د سیاسنګ سیمې برېد دځای کتنې پر مهال د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې افغان حکومت به د داشان برېدونو غچ واخلي.
په دغه چاودنه کې ۲۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپيان شوي وو.





