د ملي د فاع وزارت ځای ناستی د ملت په خیر نه دی

د افغان حکومت کابینه بشپړ شوه، خو لا هم د ملي دفاع وزارت چارې ځای ناستی وزیر پر مخ وړي.

 تر دې دمه د ملي دفاع وزارت لپاره ستر جنرال شېر محمد کريمي، ډګر جنرال محمد افضل لودین او دغه راز، درې ورځې وړاندې معصوم ستانکزی چې ولسي جرګې ته د ملي دفاع  نوماند وزیر په توګه ورپيژندل شوی و؛ رد شوي دي.

پوځي شنونکي وایي، چې د ملي د فاع وزارت په قانون کې د ځای ناستي وزیر لپاره د صلاحیتو او واکونه نه دي روښانه شوي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل د (جولای په ۷مه) سلام وطندارته  وویل، چې په دغه وزارت کې سرپرستۍ ته دوام ورکول؛ د جګړې پر وړاندې د پوځیانو روحیه کمزور کوي، د سرپرست او امر نه منل کېږي او په ټوله کې ملي پوځ زیانمېږي.

هغه زياته کړه، چې د دفاع وزیر په تعلیم نامو او اصول نامو کې دندې په بشپړ توګه معلومې دي، خو د هیڅ ځای ناستي وزیر مسولیتونه او دندې نه دي روښانه شوي.

جنرال امرخېل دا هم وویل، چې د ملي فاع او کورنیو چارو وزیرانو تر څنګ د ملي امنیت لوی رییس په ټاکنه کې باید ولسي جرګه ډېر واکونه ونه لري.

خو د حکومت اجرایه ریاست بیا وایي، چې د ملي د فاع وزارت لپاره د نوي وزیر پر سر ولسمشر او اجرایه رییس تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل کړي.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، د نوي وزیر تر ټاکنې پورې د ملي د فاع لپاره ځای ناستی معصوم ستانکزی د دغه وزارت سرپرستي پر غاړه ولري.

جاويد فیصل زیاته کړه، حکومت په دې کار کوي، چې ژر بل مناسب شخص د دې پوسټ لپاره پيدا کړي، ځکه چې په وينا يې اوسمهال افغانان له زیاتو امنیتي ننګونو سره مخ دي.

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې ملي دفاع وزارت له ګڼو ستونزو سره مخ دی او له ولسمشر غوښتنه کوي، چې یو مناسب شخص ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستلو په موخه وروپېژني.

صالح محمد وايي، چې ولسمشر او اجرایه رییس دې خپل منځي اختلافات د ملي دفاع وزیر په اړه پای ته ورسوي او په اوسنیو شرایطو برابر مسلکي شخص دغه وزارت ته وټاکي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او د کتونکو په اند، له دې زیات د دغه وزارت بې وزیره پاتې کېدل به په هېواد کې نورې ستونزې هم وزیږوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام