شنونکي: د دولت حقیقت موندونکي کمېسیونونه پایله نه لري

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، د ولسمشر له خوا د حقیقت موندونې کمېسیونونه د عمومي افکارو قناعت له پاره ټاکل کیږي او کارونه یې د پام  وړ نه دي.

په دې وروستیو کې افغان ولسمشر غني د کندوز پېښې د څېړلو له پاره یو کمېسیون ته دنده وکړې ده.

په دغه کمېسیون کې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح ته دنده سپارل شوې ده، چې د کندوز ولایت وروستۍ پېښه په کره ډول و څېړي.

خو په ورته وخت کې ځېنې شنونکي د دغه کمېسیون کار او پایلو ته له بېلا بېلو زاویو ګوري.

په تېرو ۱۴کلونو کې دا لومړی ځل و، چې وسله والو طالبانو د یو ولایت مرکز ونیوه.

۱۲ ورځې وړاندې طالب اورپکو له څو لورو څخه پر کندوز ښار برید وکړ او دغه ښار یې دریې ورځې په ولکه کې و.

د نظامي چارو شنونکي او پخواني جنرال عتیق الله امرخېل د کندوز پېښې ارزونې له پاره د ولسمشر له لوري د ټاکل شوي کمېسیون په اړه وویل، د دغه کمېسیون جوړولو له پاره هیڅ اړتیا نه شته او زیاته یې کړه، چې د حکومت په اډانه کې د دا ډول پېښو ارزولو له پاره  اداره موجو ده.

امر خېل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د کمېسیونونو ایجادول زیات وخت فرمایشي اړخ لري او لاسته رواړنې هم نه لري.

ده وویل، غوره به وي، چې د دغو کمېسیونونو پر ځای د پېښو سره د مبارزې پر ادارې تمرکز وشي.

 د ولسي جرګې وکیل او د پوهنتون استاد سید قیوم سجادي د کندوز ولایت د جوړ شوي حقیقت موندونکي کمېسیون په اړه سلام وطندار ته د ټیلیفون په کرښه وویل، کوم کمېسیونونه چې د پېښو د ارزولو او څېړلو له پاره د ولسمشر له لوري جوړ شوي دي د ارزونې له پاره ټاکل شوي معیارونه نه لري.

ده وویل، چې د مشخصو معیارونو نه لرل د دې لامل کیږي، چې سلیقوي کارونه وکړي.

سجادي دا مني، چې دغه کمېسیونونه د عمومي افکارو قناعت له پاره ټاکل کیږي او کارونه یې د توجیې وړ نه دي.

د جرګې دغه غړي وویل، د کندوز پېښې حکومت پرېشانه کړی دی، خو که حکومت د دغه ډول پېښو په اړه جدي عمل وکړي د کمېسیونونو ګومارلو ته اړتیا نشته .

خو له بل لوري د چارو د ادارې د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو چارو ریاست رییس میاګل وثیق د کندوز پېښې له پاره د ځانګړي کمېسیون ټاکلو لامل د پېښې لویوالی او د ریښې پیداکول په ګوته کړل.

وثیق وايي، چې د کندوز پېښې د لامل څېړل د یوې ادارې له توان څخه وتلی کار دی او وايي، اړینه وه، چې ولسمشر داسې یو کمېسیون ته دنده ورکړی وی.

میاګل وویل، چې د ټولو قضیو د څېړلو له پاره زیات وخت ته اړتیا ده.

ولسمشر له دې مخکې د جلریز، شاه شهید او یو شمېر نورو پېښو د ریښې معلومولو له پاره هم ځانکړي کمېسیونونه ټاکلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام