د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې

د بغلان ولايتي شورا ځېنو استازو سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو وروسته له هغه، چې د ډنډ غوري" شهرنو" سیمه و نیوله اوس يې د دغه ولایت پر دهنه غوري ولسوالۍ هم ډله ییز برید کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ دوی د دغې ولسوالۍ ځېنې ادارې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او د تګ راتګ لارې یې بندې کړي دي.

که څه هم د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع د دهنې غوري ولسوالي د ځېنو سیمو سقوط مني خو وایي، چې اوسمهال د یادې ولسوالۍ د هغو برخو د بېرته نیولو په موخه پراخ پوځي عملیات دوام لري.

په ولایتي شورا کې د بغلان د دهنې غوري د خلکو استازی بسم الله عطاش خبرداری ورکوي، که حکومت د دهنې غوري نیول شوي برخې بېرته و نه نیسي، نو دغه ولسوالي به په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.

عطاش زیاته کړه، چې د دهنې غوري له سقوط سره د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار هم د طالبانو تر ګواښ لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ پورې اړوند د پولیسو درې پوستې هم نیولي دي.

د بغلان ولایتي شورا دغه غړی ټینګار کوي، که چېرې مرکزي حکومت دغه ولایت ته د وسله والو طالبانو ځپلو له پاره نور ځواکونه وا نه ستوي، د بغلان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د مخامخ کېدو توان نه لري.

په همدې حال کې د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع د دهنې غوري محاصره تاییدوي او وایي، چې د دې ولسوالۍ د ځېنو برخو د بېرته نیولو په موخه ګډو ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

په همدې حال کې، داسې اوازې شته، چې د دهنې غوري ولسوالۍ امنیه قومندان له طالبانو سره د اړیکو درلودو په تور نیول شوی، خو د بغلان سیمه ییز چارواکي تراوسه دا خبره نه ده تایید کړې.

له بل لوري د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، چې د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د نیولو له پاره پوځي عملیات دوام لري.

هغه د دغه ولسوالۍ د محاصرې په اړه څه و نه ویل.

اخوا د یادو ولسواليو په ځېنو سیمو کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتې د دې لامل شوي، چې سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو کډه شي.

دغه بې ځایه شوي کورنۍ ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې دوی ته سخت زیانونه اوښتي دي.

دوی له حکومته غواړي، چې د یادې ولسوالۍ امنیت ټینګښت ته دې په جدي توګه پام وکړي.

د بغلان ولایتي شورا استازي بیا پرحکومت تور پورې کوي، چې د بغلان امنیت ټينګښت په اړه بې غوري کوي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي، که چېرې مرکزي حکومت د بغلان امنیتي وضعې ته پام ونه کړي د دې ولایت اداره به د حکومت له لاسه ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام