په هېواد کې د ناقانونه جوړو شویوکورونو شمېر یو میلیون ته رسېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په هېواد کې یو میلیون غیرقانوني کورونه موجود دي.

غني د (سپټمبر په ۲۱مه) د راپور ورکولو په ناسته کې د "افغانستان د ښارونو وضعیت" په اړه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان په تېرو څوو لسیزو کې ښاري پروګرام نه درلود، د دې پر ځای چې ښارونه د محرک اقتصاد او باثباته جایداد زمېنه برابره کړي؛ ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړې ده.

ولسمشر د دغه راپور خپرول مهم وګڼل او زیاته کړه، چې د دغه راپور پر بنسټ ښاروالان د ښارونو په اړه کره شمېرې او ارقام تر لاسه کولای شي.

نوموړی وايي، چې د ولسمشرۍ له لومړیو یې د ښار چارو ته پاملرنه درلوده او دا دی اوس په دې برخه کې د پلان پلي کولو وخت راورسېد.

دی وايي، چې له لوی اختر وروسته به هره میاشت ۱۶زره کورنه ثبت کوي او د پلازمېنې اوسېدونکو له پاره به د معیاري ښار لرلو اساسي بحث رامنځته کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان ښارونو ټول کورنه د سپوږمکۍ له لارې مشخص شوي دي.

ولسمشر په دغې ناسته کې وویل، چې په راتلونکي کې به ټول وزارتونه  د دارالامان سیمې ته ولېږدول شي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري په دې غونډه کې وویل، د دغه راپور په خپرولو سره نړیوالو او ملي بنسټوته کره شمېر په واک کې ورکوي.

نادري زیاته کړه، چې د خواجه رواش د استوګنې کورونو پرانیستې لومړۍ برخه د دغه وزارت په ۱۰۰ ورځني پلان کې ولسمشرۍ مانۍ ته لېږل شوې ده.

ده همدا ډول وویل،  په نېږدې راتلونکي کې د خوشال خان استوګنیزو کورنو پروژې پرانېستنه به هم وشي.

په دې غونډه کې وویل شو، چې افغانستان به په راتلونکي ۲۰۶۰ زېږدیز کال کې ښاري هېواد وي او له هرو دوو وګړو څخه به یو یې په ښار کې ژوند کوي.

د دغه راپور د جوړولو موخه له کلیو څخه ښارونو ته د مدیریت لېږد دی.

دغه راپور د اسټرالیا هېواد او د ملګرو ملتونو د اسکان بشر  پروګرام په مرسته خپور شو.

په دې غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو رییس جنلاني پوپل، د ښارونو جوړونې وزیر سید سعادت منصور، د کابل ښاروالۍ سر پرست، اسټرالیا او د ملګرو ملتونو د اسکان بشر پروګرام استازو ګډون کړی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام