ځېنې سوداګرو مېرمنو د دوی په مخ کې پرتو خنډونو ته په اشارې سره وايي، چې ښځه کېدل په افغانستان کې لویه ستونزه ده.
نن د (نومبر ۱۹مه) نېټه د سوداګرو ښځو نړیواله ور ده؛ دغه ورځ په یو وخت په افغانستان او د نړۍ په زیاتو هېوادنونو کې نمانځل کیږي.
مژګان وافق الکوزۍ یوه سوداګره مېرمنه ده.
نوموړې خبري غونډې ته وویل، سوداګرې مېرمنې په ستونزو د بریالسۍ په موخه باید په راتلونکي کې د یو پلان او سم درک پر بنسټ مخکې لاړې شي.
د خصوصي پوهنتون د مدیریت برخې استاد نبي خلیلي وايي، د مېرمنو ستونزې د کورنیو له بستره پیلیږي او د سنتي ټولنې تر کچې دوام کوي.
دي وايي، مېرمنو ته د سوداګریو په برخه کې زده کړې ورکولو شي او له کوره بهر د ښځو کار کول دې په کلتور بدل شي.
د سوداګرو ښځو د فدراسیون مدیره هیت غړې خدیجه غزنوي وايي، سره له دې چې په هېواد کې د وروستیو ناامنیو له کبله مېرمنې په ښه حالت کې نه وې، خو زیاتې لاسته راوړنې درلودې.
د سولې له پاره سوداګري
په کابل کې د سوداګرو مېرمنو نړیواله ورځې د نمانځنې په مناسبت ځېنو سوداګرو ښځو د اقتصادي پراختیا انسټیټیوت په ملاتړ "سولې له پاره سوداګرۍ" په نوم ټولنه جوړه کړه.
د دغې ټولنې جوړولو موخه د مېرمنو سوداګرو تر منځ شبکه جوړول، د سوداګرۍ پراختیا، د ښځو اقتصادي، تولنیز او سیاسي پياوړتیا دي.
د سولې له پاره سوداګرۍ ټولنه په دې باور ده، چې که په هېواد کې کار رامنځته شي سوله په خپله راځي.
د ښځو اقتصادي پراختیا انسټیټوټ اعلان وکړ، چې ۱۰۰ تنو مېرمنو ته به چې عمرونه یې تر ۳۰ کلونو کموي د سوداګرۍ په برخه کې به زده کړې ورکړي.
د دغه انسټیټوټ مرکز په امریکا کې دی او پروګرامونه په کابل کې د پانګه ونې ملاتړ ادارې، د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د سوداګریو خونو سره په ګډه همغږۍ پلي کوي.
دغه پروګرام په ۲۰۰۷ز کال پیل تر اوسه ۲۵۰ تنه سوداګرې مېرمنې روزلي دي.
د سولې له پاره سوداګرۍ ټولنې د بي بي خدیجې په نوم یوه نښان جوړ کړ، تر څو د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې فعالې مېرمنې په دغه نښان وستايي.
افغان مېرمنې په داسې حال کې د سوداګرو ښځو نړیوالې ورځې نمانځنه کوي، چې د اسیا نظر پوښتنو په بنسټ یوه پر دریېمه برخه نارینه د ښځو له کوره د باندې کارونو مخالف دي.





