د غوڅ ملاتړ ځواکونو نوي قوماندان کار پیل کړ

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومانداني د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول له جنرال جان‌نکلسن څخه جنرال آسټن سکاټ‌میلر ته وسپارل شوه.

ښاغلی نیکلسن د ۱۳۹۴ کال له د لوې میاشتې راهیسې افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و.

ده وویل، افغانانو تېرو ۱۴ کلونو کې یوازې جګړه تجربه کړې او دوی غواړي، دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي چې د افغان ماشوم له وېرې لېرې لوی شي.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان زیاتوي، تر هغه پورې چې افغانستان کې سوله ټینګه نه‌شي؛ دوی به د دې هېواد ترڅنګ ولاړ وي او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په موخه د بهرنيو پوځي سلاکارانو، کارکوونکيو او پوځیانو زیاتوالو د افغان ځواکونو په ملاتړي چوپړ کې دي.

ښاغلي نېکلسن په نوي قوماندان مخاطب کړ او غږ یې پرې وکړ چې ستاسو تجربه او خلاقیت به مرسته وکړي چې د امنیتي ځواکونو د قواماندې تر څنګ د سولې په ټینګ کې ښه ونډه ولوبوئ.

له ننه وروسته، سکاټ‌مېلر افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان په توګه، د ۱۴ زرو امریکايي او د شاوخوا ۶ زرو او ۴۰۰ ناټو سرتېرو مشري په غاړه اخلي.

د ناټو ځواکونو نوي قوماندان وویل، لا هم د افغانستان پرمختګ له‌پاره زیات فُرصتونه شته او دغه هېواد به بیا د ترهګرو ډلو له‌پاره په خوندي ځای بدل نه‌شي.

ده ژمنه وکړه چې خپلو افغان همکارانو سره د اوسني وضعیت په تړاو د بنسټیزې حل‌لارې په پيداکولو کې مرسته کوي؛ ځکه سوله نه یوازې د افغانستان له‌پاره بلکې، د ټولې نړۍ له‌پاره مهمه ده.

ده په څرګند ډول وویل چې ناټو په افغانستان کې د افغانانو ملاتړ او د سولې ټینګښت له‌پاره راغلې او دوی خپل دغه حضور ته په ګډه دوام ورکوي.

تېرو ۱۷ کلونو کې ښاغلی سکاټ‌مېلر نهم امریکايي جنرال دی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانداني په غاړه اخلي.

ښاغلي سکاټ‌مېلر، عراق، سومالیا او بوسنیا کې دندې ترسره کړي او د پوځي ماموریت له‌پاره څو ځلې افغانستان ته راغلی دی.

سکاټ‌مېلر ۲۰۱۰ کال کې د افغان پولیسو او د سیمه‌ییز ځواک د روزنې او تجهیز ماموریت او د ۲۰۱۳ کال له جون میاشتې راهیسې یې د ۲۰۱۴ کال تر جون پورې افغانستان کې د مېشتو ځانګړیو امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مسوولیت په غاړه لرلو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام