
افغان ولسمشر اشرف غني کندوز ولایت ته په خپل دویم سفر کې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس، د دغه ریاست هغه شمېر مامورینو چې په دندو کې یې غفلت کړی او د ۲۰ تنو پولیسو مامورینو د ګوښه کولو امر ورکړی دی .
ولسمشر اشرف غني کندوز ولایت ته د دغه ولایت تر سقوط وروسته په لومړي سفر کې د ملي امنیت مامورین وستایل او دوی یې اتلان وبلل.
غني نن پنجشنبه (نومبر په ۲۶مه) په کندوز کې وینا وکړه او وویل، چې ځېنې ګوښه شوي مامورین به د نظامي اصولو له مخې عدلي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.
همدا ډول ولسمشر جنرال بیګ د کندوز ولایت د ملي امنیت رییس په توګه وګوماره . نوموړی وايي، چې د حقیقت موندونکي پلاوي د څېړنو پر بنسټ کندوز ولایت د سیمه ییزې ادارې او په ځانګړي ډول د دغه ولایت د ملي امنیت ادارې د پاتې راتلو په وجې سقوط وکړ.

اشرف غني وویل، اتلان به وستایل شي او د جګړې له ډګره تېښتېدلي مامورین به سزا وګوري. ولسمشر یو ډلې ته دنده وسپارله چې په راتلونکو درې اونیو کې دې د کندوز سمیه ییزو ادارو ته د وړ کسانو معرفي کولو نوملړ برابر کړي او هغه شمېر ولسوالانو او مامورینو لیست دې هم برابر کړي، چې تېښته یې کړې وه. د غني له خوا په دنده ګومارل شوې ډله د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد الله بتاش له خوا رهبري کیږي او نوموړی به په دغو درې اونیو کې د کندوز ولایت سرپرست والي هم وي. ولسمشر ۳ نوي اداري واحدونه د ګل باد، اقتاش او ګل تپه او د امنیتي ځواکونو د قوماندانۍ له پاره یې یو واحد مرکز هم په کندوز کې جوړ کړل. د ښاغلي غني له لوري د کندوز ولایت ماسټر پلان هم منظور شو. له بل لوري د کندوز ځېنې اوسېدونکي وايي، هغه مهال چې د ولسمشر لېږدونکې تیارې د کندوز له ښار د کابل په لور حرکت وکړ، طالبانو د کندوز ښار په درې برخو توغندي وویشتل. وسله والو طالبانو شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کندوز ښار د یو برید په ترڅ کې ونیوه. له بېرته نیولو وروسته ولسمشر د کندوز سقوط د پېښې څېړلو له پاره یو حقیقت موندونکی پلاوی و ټاکه. د دغه پلاوي مشري دملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ . دې کمېسیون ۶ ورځې مخکې د خپلو څېړنو پایله اعلان کړه، چې په دې راپور کې راغلي و د خاکستري شبکې موجودیت او ضعیف مدیریت د کندوز د سقوط یو له مهمو عواملو څخه دي.





