د لوګر ولايتي شورا: د څېړنو پر وخت بنديان سخت ځورول کيږي

د لوګر ولایتي شورا غړي وايي، چې د دغه ولایت په زندانونو کې د نړېوال اصولو او قانون خلاف له بنديانو سره کړنې کيږي.

د دوی په وينا، د جرم د کشف په موخه د لوګر امنيه قومندانۍ د لوړ پوړو مسوولينو له لوري له تورن سره ناوړه چلند کيږي.

د لوګر ولایتي شورا د دې ولایت پرامنیه قوماندانۍ تور پورې کوي، چې د څیړنو پرمهال یې  یوشمیر بندیان شکنجه کوي او په دې اړه ورته لسګونه شکایتونه رسېدلي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل، د تېرو څو اونیو راهیسې له مرکزي زندان څخه ورته شکایتونه رسیدلي، چې د لوګرد امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو مدیر یو شمېر بندیان د څيړلو پرمهال شکنجه کړي دي.

ستانکزي زیاته کړه د مرکزي زندان څخه یې د نورو وکیلانو او رسنیو په مخکې لیدنه کړې او په ډیرو بندیانو کې داسې نښې لیدل شوي، چې د څیړنو پرمهال د امنیه قوماندانۍ په جنایي څانګه کې ربړول شوي دي.

ده دا هم وویل، چې د تحقیقاتو پر مهال د سختو شکنجو ترڅنګ حتی ځينې بنديانو ته د برېښنا شاټونه هم ورکول شوي دي.

د لوګر د مرکزي زندان یوشمیر بندیانو له سلام وطندار سره په مرکو کې وویل، د نامعلوم جرم له امله زندان ته اچول شوي او د نیولو پرمهال د لوګر د امنیه قوماندانۍ په جنایي څانګه کې ورباندې د شکنجې په واسطه یو جرم منل شوي او اوس په زندان کې شپې ورځې تېروي.  

د عبدالطیف اوعبدالحمید په نومونو دوه تنه بندیانو وویل، د لوګرد امنیه قوماندانۍ جنایي مدیر له بندیانو سره سخت چلند کوي یو شمیر بندیان یې وهلي ټکولي او حتی ډیرو کسانو ته یې د بريښنا ټکونه هم ورکړي دي.

عبدالحمید وایي، چې د کېبلونو برېښنا د شاټونو او خورا زیاتو شکنجو وروسته له کره اسنادو پرته پرې دا منل شوي، چې باید سیاسي جرم ومني.

عبدالطیف وايي، د دغه قومندانۍ د جنايي مدير په واسطه په کېبلونو دومره ډبول شوی، چې وروسته يې د خپل مرګ شېبې شمارلې.

دوی له دولته غواړي، چې د يو پلاوي په استولو سره د دغو زندانونو وضعيت له نژدې و څاري.

خو د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير سمونوال شير داوود ارين  سلام وطندار ته وویل، چې هيڅ زنداني له جرم پرته نه دى نيول شوى او نه هم څوک د څېړنو پرمهال ربړول شوی دی.

هغه زياته کړه، هر څوک چې موږ نيولي دي په اړه يې کافي اسناد او مدارک په لاس لرو، نو ځکه يې شکنجې ته هيڅ اړتيا هم نه ليدل کيږي.
د ارين په وينا، زندانيان له زندان څخه د ازادېدو په موخه بې بنسټه څرګندونې کوي.

د لوګر زندان شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ولايتي بيا رغونې ډلې له لوري رغول شوى او اوسمهال تر دوه سوو زيات کسان په کې زنداني دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړېوال اعلاميه لاسلیک کړی او د عملي کولو له پاره يې د ملګرو ملتونو سازمان ته ژمنه ورکړې.

د بشري حقونو د سازمان د نړېوالې اعلاميې په پنځمه ماده کې راغلي، چې هيڅ څوک بايد شکنجه نه شي، او نه په ظالمانه او ناانساني توګه سپک شي او يا سزا وويني.

په دغه اعلامیه کې دا هم راغلي، له تورن سره د جرم د کشف په موخه هيڅوک حق نه لري، چې له شکنجې او وهلو کار واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام