وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیولو

د کندوز ولایتي شورا غړي غلام رباني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار په چوک او د ښار په نورو سیمو کې خپل بیرغ پورته کړی دی.

رباني وايي، ولسي خلک له ښاره د تېښتې په حال کې دي او هوايي ډګر ته ځانونه رسوي.

غلام رباني زیاتوي، د مولوی یفتلي په مشري افغان ځانګړي ځواکونه د جګړې ډګر ته داخل شوي او هڅه کېږي، چې د کندوز ښار بېرته ونیسي.

د ولایتي شورا بل غړي امرالدین ولي بیا سلام وطندار ته وویل، چې د کندوز ښار په بشپړ ډول طالبانو نه دی نیولی.

امرالدین ولي وايي، چې د کندوز والي او امنیه قوماندان په خپلو دفترونو کې دي او په ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

امنیتي بنسټونو تراوسه د کندوز ښار د سقوط موضوع نه ده تایید کړې

د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد سلام وطندار ته وویل، چې امنیتي وضعیت د ځواکونو په کنټرول کې دی او طالبانو د ماتې په حال کې دي.

وسله والو طالبانو نن (دوشنبه) ګهیځ ۳ بجې له څلورو خواوو د کندوز په ښار ډله ییز بریدونه پیل کړې وو؛ د ۸۰۸ سپین غر زون ویاند محبوب الله اکبري په خبره، وسله والو طالبانو د کندوز له سه درک، په لوېدیځ کې له زاخېل کلي، په ختیځ کې له چرخاب او په سویل ختیځ کې له ناصریانو کلي د کندوز په ښار بریدونه پیل کړل.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندوز ښار یې نیول دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام